په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د سیمې او خلیج د همکارۍ شورا هېوادونو د ائتلاف په اړه د نیویارک ټایمز د رپوټ تر خپرولو وروسته، هلته د جګړې په موخه د انتقال شویو افغانانو په اړه هم اندېښنې راپورته شوې دي.
نیویارک ټایمز په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، سعودي عربستان او د یمن جګړې ائتلافي ځواکونو د سوډان له دارفور سیمې شاوخوا ۱۴ زره هغه کسان د یمن د جګړې لیکو ته لېږلي چې د دارفور له جګړې وروسته هلته بې برخلیکه پاتې وو.
رپوټ وايي، په دغو جنګیالیو کې تر شل سلنه ډېر له ۱۴ نه تر ۱۷ کلونو پورې عمرونه لري او نوي جنګیالي ته د میاشتې ۴۸۰ ډالره او تجربه کارو جنګیالیو ته ۵۳۰ ډالره ور کوي.
د یمن او سوریې جګړو ته د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف او د هغوی مخالف اړخ ایران له افغانستان او پاکستانه هم په زرګونو افغانان جذب کړي او د اسلام اباد او تهران له لارې یې یمن او سوریې ته لېږلي دي.
د چارو شنونکي وايي، په دغو انتقال شویو افغانانو کې ډېری یې کم عمره تنکي ځوانان دي چې یوه برخه یې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په ګټه جنګېږي او یوه بله برخه یې د فاطمیون ډلې په چوکاټ کې د ایران په ګټه جګړه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی ستار پردلي وايي: «د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د ليډرشیف لپاره جګړه روانه ده او دوی په یمن او سوریه کې د یو او بل پر وړاندې درېدلي دي او په دغو جګړو کې افغانان، سوډانیان او پاکستانیان استخداموي او هر یو یې کوښښ کوي چې برلاسي شي او د دوی برلاسي د افغانانو د تباهۍ لپاره ده».
له یمن او سوریې نه د افغان جنګیالیو د را ستنېدو په اړه هم داسې اندېښنې دي چې ښايي دغه جنګیالي د ایران او سعودي عربستان او د هغوی د متحدانو جګړې افغانستان ته را انتقال کړي او د جګړې جغرافیه تغیر ومومي.
پردلي وايي: «دوی همدا اوس د بلې جګړې لپاره سرمایه ګزاري کوي، څو خپلې ګتې خوندي کړي او دا د ټولو افغانانو لپاره د اندېښنې وړ دي».
په یمن او سوریه کې د افغان جنګیالیو د برخلیک په تړاو دا اندېښنې داسې مهال دي چې سعودي عربستان او امارت د پخوا په پرتله په افغانستان کې زیات فعال شوي او ایران هم له طالبانو او نورو ډلو سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.