چهارشنبه, مارچ 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

څنګه د کار ځنډولو پر بد عادت برلاسي شو؟

ژباړه: امان الله«حنیفي»

جنوري 2, 2019
in ژوند
0 0
Man sleeps on office table over laptop with coffee

Man sleeps on office table over laptop with coffee

 که تاسې فکر کوی چې په وار وار مو ضروري کارونه شاته اچوی او په ځنډ یې سرته رسوی، پوه شی چې پر دې مصیبت یوازې تاسې نه یی اخته، ډېر داسې کسان شته چې ضروري کارونه یې پس او په ځنډ سرته رسوي.

بده خو لا دا ده چې ځینې کسان د دغه عادت په درلودو سره د دې پر ځای چې راپاڅي او دا عادت پرېږدي، دوی لا هم دغه عادت ته تسلیمېږي او هم دغه بد عادت ورځ تر بلې پرې غلبه کوي.

پر دغه بد عادت برلاسي کېدل خپله یو تکتیک لري. د دغه قفل د خلاصولو کلي دا ده چې له ځان سره فکر وکړئ، کله مو کارونه ځنډوی یا کله دا هڅه کوی چې کارونه مو وروسته سرته ورسوی، دا پېښې له ډېرو پياوړو او بریالیو کسانو سره هم شوې، خو د وخت مدیریت او د ځان تنظیم له دې هر څه خلاص کړي دي.

تاسې هم کولای شی، خو په دې شرط چې ځان مو منظم او د وخت مدیریت مو په خپل لاس کې واخلی.

څنګه پوه شی چې دا بد عادت تاسې هم لری؟ کله مو چې د ضروري کارونو پر ځای نور غیر ضروري کارونه سرته رسول او یا مو ویل چې دا به وروسته سرته ورسوم، پوه شی چې تاسې پر دې مصیبت اخته یی.

که غواړی پر دغه بد عادت برلاسي شی، لاندې اصول درسره تعقیب او پلي کړئ:

لومړی- له ځانه وپوښتئ چې تاسې دا بد عادت لری او کنه؟

که رښتیا له ځان سره رښتیني او صادق وی، حتمن دا درته مالومېږي چې کله مو کارونه ځنډوی یا د هغه د سرته رسولو په وخت څنګه بهانې لټوی.

د دې لپاره چې متوجې شی چې کله مو کارونه ځنډوی، کولای شی لومړي سر کې هغه څه تعقیب کړی چې ستاسې د کارونو د ځنډولو سبب کېږي، لکه: کله چې د ورځنیو کارونو د سرته رسولو لېست جوړوی، هغو کارونو ته لومړیتوب ورکوی چې هغه د لومړیتوب ارزښت نه لري.

را ولاړېږی او ځان اماده کوی، څو یو کار سرته ورسوی، خو کله چې پاڅېږی، سمدستي فکر کوی چې یوه پياله چای به وڅښم بیا به یې سرته ورسوم.

په کاري لېست کې مو داسې کار شته چې ډېر وخت کېږي د سرته رسولو تکل یې لری، خو تر اوسه مو له ځایه هم نه دی لرې کړی. په داسې حال کې چې تر ډېرو کارونو به مهم او ضروري وي.

تاسې هغه کارونه سرته رسوی چې ډېر اهمیت نه لري، مخکې له دې چې د لېست له مخې مو په مهمو او ضروري کارونو پيل وکړی، وخت مو پر هغو کارونو مصرفوی چې ډېر اهمیت نه لري.

د دې لپاره چې مهم کارونه مو سرته ورسوی، د وخت په تمه کېږی. وایئ، کله چې مناسب وخت راورسېد، بیا به یې سرته ورسوم او یا وایئ، اوس مې له وسه نه کېږي، لږ وروسته یې سرته رسوم.

دویم- په ولې ځان پوهول

د دې لپاره چې ولې مو کارونه بل وخت ته ځنډوی، کولای شی هم د ځان او هم د هغه کار په اړه فکر وکړی. خو باید پوه شی چې له دغو دوو (ځان او کار) څخه کوم یو مشکل  جوړونکی دی، څو بیا وکولای شی  پر هغه د ښې برلاسۍ لپاره یوه لاره وټاکی.

کېدای شي یو لامل دا هم وي چې هغه کار هېڅ ستاسې په زړه جوړ نه وي. د داسې کارونو له سرته رسولو څخه ځان وساتئ. داسې کارونه معمولاً سړی تر فشار لاندې راولي، خو د دغه ډول کارونو له شره د خلاصېدو تر ټولو ښه لاره دا ده چې لومړی همغه کارونه سرته ورسوی له کومو چې تاسې وېرېږی، څو مو په زړه پورې کارونو ته وخت پيداکړی او پر هغه ښه تمرکز وکړی.

بل دلیل دا هم دی چې ځینې کسان د بې نظمیو پيټي دي. منظم کسان کولای شي د کارونو د سرته رسولو له شر څخه ځانونه خلاص کړي، ځکه هغوی د کارونو لپاره لېست او په کارونو کې د لومړیتوب برنامه لري او پوهېږي چې کوم کار څومره اهمیت لري او په څومره وخت کې یې باید سرته ورسوم.

هغوی مخکې له مخکې په دې اړه فکر کوي چې کوم کار باید په کوم وخت او په څومره وخت کې سرته ورسوي، څو په خپل وخت له ټولو کارونو څخه خلاص شي.

منظم کسان د کارونو له ځنډولو څخه لرې او په ښه ځای کې قرار لري، ځکه هغوی پوهېږي چې څنګه یوه سخته پروژه یا یو سخت کار په کوچنیو مرحلو تقسیم کړي او بیا هره مرحله په خپل وخت سرته ورسوي.

حتی که منظم هم وي، کېدای شي داسې فکر وکړي چې څنګه یوه سخته او غټه پروژه یا کار سرته ورسوي. ممکن زړه ته مو وېره ولوېږي چې رښتیا هم ښه منابع او مهارتونه لری او کنه. خو په دې سربېره را ولاړېږي او هغه کارونه سرته رسوي چې پوهېږي د سرته رسولو وړتیا یې لري او په دې ډول خپل ځان ارام ساتي.

درېیم- پلان جوړول

د کارونو ځنډول یا پس سرته رسول یو عادت دی، یعنې داسې چې ستاسې په وجود کې یې ریښې غځېدلې. تاسې نه شی کولای چې هغه په یوه ورځ له منځه یوسی.

عادتونه هغه وخت له منځه ځي چې په دوامداره ډول د هغو له سرته رسولو ځان وساتی. سربېره پر دې تر کومه چې امکان لري له لاندې اصولو څخه ګټه واخلی، څو مو د بدو عادتونو پرېښودلو ځواک لا پیاوړی کړي.

۱-ځان ته مو جایزه ورکړئ: د بېلګې په ډول، کله چې غواړی یو کار تر غرمې مخکې سرته ورسوی او پر دې بریالی هم شی، نو یوه خوږه شیریني مو ځان ته جایزه ورکړئ. په یاد ساتی، یو کس چې د خپلو کارونو له سم سرته رسولو څخه څومره خوند اخلي، دا بیا په بل هېڅ شي کې نشته او نه یې اخیستی شي.

د ځان لپاره د کاري ساعتونو هغه امتیازات چې خپل رییس یا مشر ته یې ترلاسه کولای شی، معلوم کړئ. رییس مو تاسې ته ستاسې د کارونو په بدل کې پیسې درکوي چې هغه ته دا هرڅه ډېر ارزښت لري. که کارونه مو سم سرته  ونه رسوی، په رښتیا تاسې ځان ته دا تنخوا یا پیسې نه حلالوی.

۲- په یاد لری، هر ورځ مو لومړی هغه کارونه سرته ورسوئ چې تاسې ترې وېرېږی. که مو د کارونو د ځنډولو سبب بې نظمي وي، ځان منظم جوړول در سره مرسته کوي.

۳- د هغو  کارونو چې باید سرته یې ورسوی، یو لېست برابر کړئ. په دې توګه کولای شی هر وخت هغه کارونه چې ستاسې د خوښې وړ نه دي، له ټولو مخکې سرته ورسوی.

۴- د کارونو د لېست کولو له برنامې څخه استفاده وکړئ، دا به له تاسې سره مرسته وکړي چې نور مو کارونه پس او له خپل وخت څخه وروسته سرته  ونه رسوی.

۵- مټې مو بډ وهئ: له ځان نه مو د وخت تکړه او له خپلو کارونو او برنامو یو باخبره استاد جوړ کړی. په دې سره تاسې بیا پوهېږی چې کله او څه وخت مو کارونه سرته ورسوی.

۶- د خپلو موخو لپاره مو وخت وټاکئ. هر کار چې کوی، د سرته رسولو لپاره یې ټاکلی وخت په نظر کې ولری. که  دا کار وکړی، نور به مو کارونه له خپل ټاکلي وخت نه ونه ځنډوی.

۷- په یوه وخت کې یوازې یو کار سرته ورسوئ. په یوه وخت کې د څو کارونو له سرته رسولو څخه ځان وساتی. که له کار نه له دې وجې چې سخت دی، د تېښتې لارې لټوی، دا وخت مو د کار د سرته رسولو لاره بدله کړئ. کېدای شي له دې لارې د هغه کار په سرته رسولو بریالي شی.

۸- کار مو په کوچنیو مرحلو تقسیم کړئ، څو مو په دې سره له زړه څخه د کار د سرته رسولو وېره لاړه شي. د یو کار د سرته رسولو لپاره عملي برنامه تاسې ته ډېره ګټه کوي.

۹- که امکان لري، لومړی مو د پروژې یا کار څو وړې برخې سرته ورسوئ. حتی که مو د کار د سرته رسولو له لومړیو مرحلو څخه هم نه وي، د دې په سرته رسول داسې حس کوی چې د کار په سرته رسولو کې مو پرمختګ کړی دی. ممکن دا وخت نور د کار له سرته رسولو څخه ونه وېرېږی.

که د کار ځنډولو سبب مو دا وي چې هغه ستاسې خوښ نه دی، لاندې ټکو ته پام وکړئ:

ډېری کسان چې تل یې کارونه ځنډوي او په خپل وخت یې سرته نه رسوي، د کارونو نه خوښېدل یې له ټولو هغو ټکو څخه چې رښتیا دي، ځان لپاره ډېر سخت درولی وي. فکر وکړئ، ښايي دا کار دومره هم بد نه وي لکه تاسې چې فکر کوی.

په یاد لری، هرڅومره مو چې ژر د کارونو ځنډولو عادت د پرېښودو لپاره هڅه وکړی، هغومره مو ژر دا عادت پرېښودلی شی.

Share17Tweet11Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In