جمعه, جولای 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

ټاکنیز کمېسیونونه؛ د حکومت بدبویه شوي اصلاحات

د مسیر ورځپاڼې د نن ورځې سرلیکنه

جنوري 14, 2019
in دریځ
0 0

د ولسمشر دویم مرستیال د ټاکنو پر کمېسیون توندې نیوکې کړې دي. نوموړي ویلي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د کار د څرنګوالي له امله د حکومت حیثیت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راغلی دی. دانش ویلي چې کمېسیونونو د خلکو په حق کې جفا کړې ده. هغه یو ځل بیا په ټاکنیزو کمېسیونو کې د اصلاحاتو خبرې کړې دي. سرور دانش ویلي: «ټاکنیز کمېسیونونه باید پوه شي چې د خلکو د صبر کاسه ډکه شوې او تر دې زیات نشي کولای چې د کمېسیونونو کمزورۍ وزغمي. اوس د ملي یووالي حکومت مکلفیت دا دی چې هر اړخیز اصلاحات  راولي».

حکومت له هغه وروسته د ټاکنیزو کمېسیونونو په تړاو نیوکې پیل کړې چې وړمه ورځ د امریکا سفارت هم په کمېسیونو کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه. که څه هم ویل کېدل چې د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران تل ارګ ته غوښتل کېدل، سرور دانش او ولسمشر ورته امرونه کول او ان دوی ته یې توندې او نامناسبې خبرې کولې، خو دا خبرې پټې وې او تر خلکو پورې نه وې رسېدلې. اوس دا دی حکومت په ښکاره نیوکې کوي او د ټاکنیزو کمېسیونو غړو ته پیغام ورکوي چې ستاسې دنده نوره ختمه ده.

اوسني ټاکنیز کمېسیونونه، کمېشنران، اوسنی قانون او جوړښت هغه څه دي چې ملي یووالي حکومت پرې څه باندې دوه کاله کار وکړ او دا یې ټاکنیز اصلاحات وبلل. اوس ښکاري چې دا اصلاحات نه، بلکې تخریب و. د ملي یووالي حکومت ټاکنیز اصلاحات بدبویه شوي، خوسا شوي او خلک ورسره په تکلیف دي. حکومت له دغو کمېشنرانو تمه لرله چې ولسي جرګه د دوی په خوښه جوړه کړي، که څه هم د حکومت ډېر سیاسي مخالفین په قصدي ډول ناکام شول، خو په بریالیو کسانو کې کمېشنرانو د ارګ د خوښې پر ځای خپل جیب ته پام وکړ او په دې ډول د ارګ او کمېسیون اړیکې ترینګلې شوې.

اوس چې حکومت بیا د اصلاحاتو خبره کوي، پوښتنه دا ده چې څه ډول اصلاحات به راځي؟

د حکومت ټاکنیز اصلاحات خو د ټاکنیزو کمېسیونو تخریب و، فاسد، غله او په ارګ او اجرایه ریاست پورې تړلي کسان یې پر ټاکنیزو کمېسیونو واکمن کړل. کمېسیونونه یې هم د نور حکومت په شان ووېشل. د کمېسیونو ډېری اوسني غړي نه یوازې په سیاسي لحاظ تړلي کسان وو، بلکې لوېدلي مفسدین هم وو. د حکومت د دغه تخریب او وېش بد بوی اوس احساسېږي. که دوی بیا هم راځي او کمېسیونونه بیا د اصلاحاتو په نوم له خپلو خلکو ډکوي او د اوسنیو کمېشنرانو په شان ارګ، اجرایه ریاست او خپل جیب ته ژمن کسان ورته راولي، نو خلک به له ټاکنو نفرت وکړي او بیا به زړه ښه نه کړي چې ګوتې تورې کړي. د ولسمشرۍ ټاکنې په مخ کې دي، ارګ به زیاته هڅه وکړي چې خپل کسان کمېسیون ته بوځي، ځکه چې دوی یو ځل بیا غواړي چې د درغلۍ او فساد له لارې ځان واک ته ورسوي. له همدې امله سیاسي ګوندونو، سیاسي مخالفینو او خلکو ته پکار ده چې د ارګ د دې دسیسې مخه ونیسي. ټاکنیز کمېسیونونه باید اصلاح شي، خو د حکومت اصلاح، اصلاح نه ده، بلکې بدبویي او د ټاکنیزو کمېسیونو تخریب دی. د اصلاحاتو لپاره باید ټول سیاسي مخالفین لاس سره ورکړي او خلک به یې ملاتړ وکړي، څو په ريښتنې مانا خپلواک او پاک کمېسیونونه ولرو.

Share33Tweet12Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In