سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

سرور دانش: په ټاکنیزو کمېسیونونو کې فساد د ملت او دولت باور ته جدي زیان رسولی دی

جنوري 14, 2019
in افغانستان
0 0

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون توندې نیوکې کړې دي. د ده په خبره، دغه کمېسیون د خلکو په حق کې جفا کړې ده او د دوی رایو ته یې درناوی نه دی کړی. د ولسمشر دویم مرستیال د (حقوقي مرستو ملي کنګرې) په پرانیستغونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې ټاکنې د ولسواکۍ بنسټ او د خلکو مدني حق دی. د نوموړي په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د خلکو دغه مدني حق ته زیان رسولی او هغه ته یې درناوی نه دی کړی.

دانش وايي، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې فساد او کمکاري د دې سبب شوې چې د ملت او دولت باور ته زیان ورسېږي. دغه کمېسیون خلک پر ټاکنو او دولت بې باوره کړي دي او داسې فکر کوي چې د ولس رایه ارزښت نه لري. سرور دانش همدا راز خبرداری ورکړی چې که د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې اوسنی فساد موجود وي، نو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به تر دې هم زیاتې له ناندریو او ستونزو ډکې وي. هغه ویلي چې حکومت به په ټاکنیزو کمېسیونونو کې پراخ اصلاحات راولي. دانش وايي، «د ټاکنیزو کمېسیونونو کړنو، کمکاریو، فساد او بې نظمیو ملت او دولت بې باوره کړل، نو ځکه اوس د حکومت مسوولیت دی چې په دغه کمېسیونونو کې پراخ اصلاحات راولي، څو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې له فساد او ناندریو پرته ترسره شي».

هغه د ډېرو نیوکو ترڅنګ پر دغه کمېسیون یوه نیوکه دا هم وکړه، چې د دریو میاشتو په تېرېدو یې لاهم د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې نه دي اعلان کړې. د هغه په خبره، د ټاکنیزو کمېسیونونو دغو کمکاریو د خلکو حوصله تنګه کړې ده او کمېسیون ته پکار ده چې د خلکو غوښتنو ته پام وکړي.

سرور دانش په دې غونډه کې د خبرو پر مهال همدا راز په عدلي او قضايي برخه کې هم پر شته فساد او ستونزو نیوکه وکړه. هغه وویل، دغه ارګانونه باید په خپلو چارو کې اصلاحات راولي او شته ستونزې له منځه یوسي.

بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي چې دوی د خلکو رایو ته درناوی لري او شفافیت ته ژمن دي. د دغه کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي بیا وايي، د دوی کشفي برخې خپل کار کوي او هر هغه څوک چې په فساد او درغلیو کې ښکېل وي، د قانون منګولو ته یې سپاري. د نوموړي په خبره، ښایي د ټاکنو په کمېسیون کې ستونزې وي، خو کشفي ارګانونه دنده لري چې دغه موارد روښانه او پر وړاندې یې قانوني اقدامات ترسره کړي.

تر دې وړاندې هم د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون ډېرې نیوکې شوې وې. ډېرو ګوندونو او پر ټاکنو څارونکو ټولنو ویلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هنګرونه د رایو د پلور او پېر پر بازار بدل شوي دي او دغه کمېسیون په لوی لاس د رایو د بیا شمېرنې تر نامه لاندې فساد او درغلیو ته لاره هواره کړې ده. سیاسي ګوندونه، پر ټاکنو څارونکې ټولنې او مدني فعالان وایي چې د ټاکنو کمېسیون اوسنیو ستونزو او کمکاریو ته په کتو، دغه کمېسیون د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو وړتیا نه لري. خو بل پلو داسې راپورونه خپاره شوي چې ښایي تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې پراخ اصلاحات او بدلونونه رامنځ ته شي.

Tags: featured
Share35Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In