ټاکنو کمېسیون وتوانېد چې د ولسي جرګې د ټاکنو پاتې پایلې هم اعلان کړي. کمېسیون پرون د کابل او د کوچیانو د حوزو د ټاکنو پایلې اعلان کړې. د لومړنیو پایلو تر اعلانېدو وړاندې، د پراخو درغلیو له امله د کابل رایې له سره وشمېرل شوې. وروسته د څو مرکزونو رایې دویم ځلي وشمېرل شوې، خو لا هم په دې تړاو شکایتونه او نیوکې شته. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چې د کابل ټاکنې یې باطلې اعلان کړې وې، لا هم وايي چې دوی نه دي قانع شوي او د کابل د ټاکنو د باطلولو پرېکړه یو مخ نه ده لغوه شوې.
د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلان شوې لومړنۍ پایلې او بیا په ځانګړي ډول د کابلې پایلې ښيي چې دا پایلې د سیاسي زورواکو او تورو پیسو لرونکو ګډه سیالي وه چې اوس یې روښانه تصویر لېدل کېږي. په ولایتونو او کابل کې ډېر نوي کسان بریالي شوي، خو لویه برخه یې هغه کسان دي چې یا سیاسي او حکومتي زور لري او یا هم ډېرې پیسې لري. ډېری بریالي شوي کسان تورو پیسو والا دي چې ویل کېږي هم یې د ټاکنو پر مهال میلیونونه ډالر لګولي دي او هم یې له هغه وروسته د بیا شمېرنې پر مهال ډېرې پیسې لګولې دي. ویل کېږي چې په کابل کې د بریا قیمت معلوم و او په بریالیو کې ډېری داسې کسان شته چې روښانه معلومېږي، د پیسو په بدل کې راغلي دي. د ټاکنو کمېسیون پر غړو او نورو کارکوونکو د پراخو درغلیو، فساد او بډو اخیستو تورونه هم دي. د ځینو په اړه یې اسناد او شواهد هم شته. دا هم ویل کېږي چې ځینې اسناد او شواهد به د دغو رایو له اعلان وروسته را ووځي. ویل کېږي چې ځینې کاندیدان منتظر دي چې د شکایتونو کمېسیون به یې حق ورکړي، خو که دا ونه شي، نو دوی به خپل اسناد او شواهد له رسنیو سره شریک کړي.
اوس د شکایتونو د کمېسیون وار دی. که څه هم پر شکایتونو کمېسیون له وړاندې د ارګ او اجرایه ریاست سیوری خور دی، خو بیا هم ځینې کسان ورته هیله من دي. د شکایتونو کمېسیون په تړاو نظرونه هغه وخت زیات منفي شول چې په کمزورو دلایلو یې د کابل ټاکنې باطلې اعلان کړې، خو بیا د ارګ او بهرنیانو فشار ته تسلیم شول او خپله پرېکړه یې بېرته واخیسته. اوس هم ښايي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته د فساد، درغلۍ او ناقانونۍ اسناد ورشي، خو دغه کمېسیون به عدالت تامین نه شي کړلی. د شکایتونو کمېسیون هم دوې سترې کمزورۍ لري، لومړی دا چې دوی هم په فساد کې ښکېل دي. د دوی د فساد په اړه هم اوازې شته او ان ځینې کسان نیول شوي چې د شکایتونو کمېسیون د غړو په استازیتوب یې پیسې اخیستې. د شکایتونو په کمېسیون کې ځینې کسان اوس هم تمه لري چې پیسې به واخلي. له بله اړخه دوی د ارګ، اجرایه ریاست او بهرنیانو تر ژور اغېز لاندې دي. له همدې امله له دوی هم د عدالت تمه نه شي کېدلای.
په ټوله کې د ملي یووالي حکومت او د دوی له خوا جوړو شوو کمزورو، مفسدو او بې کفایته کمېسیونونو د افغانانو یوه بله ملي پروسه هم خرابه کړه او پنځه کاله یې بیا ځینې زورواکي او پیسه واکي پر خلکو د وکیلانو په توګه وتپل.