د اماراتو له غونډې وروسته د سولې په تړاو درې کېدونکې غونډې لغوه شوې دي. لومړنۍ غونډه د جدې وه چې طالبانو پکې ګډون ونه کړ او غونډه لغوه شوه. له هغه وروسته ټاکل شوې وه چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ غونډه وشي، چې دا غونډه هم د امریکايي استازو له خوا له لغوه شوې ده. بیا په پاکستان کې د غونډې لپاره هڅې وشوې چې دا هڅې هم بریالۍ نه شوې. هاخوا د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، له هند او چین وروسته کابل ته راغلی دی. ټاکل شوې وه چې هغه پاکستان ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره د سولې په تړاو غونډه کې برخه واخلي، خو طالبانو په پاکستان کې له غونډې انکار وکړ او خلیلزاد هم د پاکستان پر ځای پرون کابل ته راغلی دی. په کابل کې د امریکا سفارت وايي چې خلیلزاد به له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رییس عبدالله عبدالله او سياسي مشرانو سره د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ په هدف وويني.
اوس پوښتنه دا ده چې د طالبانو او امریکا خبرې له کوم جدي خنډ سره مخ شوي دي؟
امریکا له طالبانو سره په خبرو کې هڅه کوي چې څو مسایلو ته جدي پام وکړي. لومړی غواړي چې طالبان د سیمې له هېوادونو ( روسیې، چین او ایران) څخه لرې وساتي. امریکا هڅه کوي چې د سولې په چاره کې دا هېوادونه په هغه اندازه ښکېل نه شي چې پر پرېکړو اغېز ولري. د امریکا دویمه هڅه دا ده چې له طالبانو سره خبرې د پاکستان له دریځه پر مخ ولاړ شي. د همدې چارې د پیاوړتیا لپاره پکې سعودي او امارات هم ور ښکېل شوي چې له پاکستان سره یې مرستې هم کړې دي. له بله اړخه امریکا غواړي طالبان او افغان حکومت سره مخ کړي.
اوس طالبان هڅه کوي چې دا کړۍ ماتې کړي. طالبان ځکه غواړي چې د سولې په خبرو کې روسیه، ایران او چین هم ورکډ شي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د دوی دریځ پیاوړی شي. له همدې امله طالبان هم مسکو ته ولاړل او د سولې په تړاو غونډه کې یې برخه واخیسته او هم یې ایران او چین ته سفرونه کړي دي. له بله اړخه طالبان نه غواړي ټوله لوبه یې د پاکستان له لارې مخکې ولاړه شي. که څه هم طالبان نه غواړي پاکستان خپه کړي او نه هم کولی شي، خو هڅه یې دا ده چې هر څه د پاکستان له لارې مخکې ولاړ نه شي. له همدې امله دوی د اماراتو له غونډې وړاندې هم په پاکستان کې خبرو ته حاضر نه شول او د قطر د وروستۍ غونډې له لغوه کېد وروسته هم په پاکستان کې د سولې خبرو ته حاضر نه شول. که څه هم پاکستان فشار راووړ او آن د طالبان یو مهم مرکچی حافظ محب الله یې بندي کړ چې بیا یې وروسته پرېښود، خو طالبان حاضر نه شول چې په پاکستان کې د سولې غونډې ته ور شي. له حکومت سره د خبرو په تړاو هم طالبان بیا بیا پر خپل دریځ ولاړ دي.
اوس امریکا غواړي چې طالبان په خپله کړۍ کې را بند کړي، خو طالبان بیا بیا ددې کړۍ د ماتولو هڅه کوي. له همدې یو خنډ پیدا شوی دی. داسې نه ښکاري چې دا ستونزه دې په اسانۍ حل شي. ددې ستونزې د حل لپاره به داوړه لوري تنازل کوي او یا به هم درېیمه لاره پیدا کوي. له دې پرته نه ښکاریږي چې ژر به د سولې کومه بله غونډه وشي.