ډېری وخت دا سخته وي چې ماشوم له دې منعه شي چې له موبایل څخه ډېره استفاده ونه کړي. موبایل نن ورځ د انسان په ژوند کې د ټکنالوژۍ له پرمختللي ډول څخه دی چې کابو د ټولنې ټولې طبقې هغه ته په اسانۍ سره لاسرسی لري، چې د هغه له ګټو څخه استفاده کوي. دا وسیله د خپلو ټولو ګټو سره سره، کولای شي چې د وګړو لپاره د یو لړ ستونزو او ربړو سرچینه هم وګرځي. په ځانګړي ډول، کله چې په نامناسب عمر او د اوږدمهالې مودې لپاره د ماشومانو په واک کې ورکړل شي. که د هغه استعمال او د کارونې مدیریت یې زده کړی، نو کولای شی چې له خطرونو یې مخنیوی هم وکړی.
موږ نن ورځ په داسې نړۍ کې اوسېږو چې ورځ تر بلې د پرمختګ او عصریتوب پر لور روانه ده. له ځیرکو ټلیفونونو د ماشوم استفاده مخ پر زیاتېدو ده. ماشومان په کم عمر کې د موبایل یا ځیرکو ټلیفونونو لرلو غوښتنه کوي. له ځیرکو ټلیفونونو د ماشومانو استفاده د دې دورې یوه له نه منعه کېدونکو اړتیاوو څخه ده؛ ځکه نو نه شو کولای چې هغوی له دې وسایلو محروم او منعه کړو. له دې ټکنالوژۍ سره غوره چلند دا دی چې ماشومانو ته یې په سم ډول ور وپېژنو او د هغوی له ګټو او زیانونو یې خبر کړو.
د ماشومانو لپاره د موبایل زیانونه
له ځيرکو ټلیفونونو د ماشومانو استفاده پر جسمي تاثیراتو سربېره، د هغوی پر چلند هم اغېز کولای شي چې دا بیا د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي. پر ماشومانو د ځیرکو ټلیفونونو اغېزې عبارت دي له:
جسمي زیانونه
څېړونکو مالومه کړې چې له ځیرکو ټلیفونونو د ماشومانو استفاده په اوږدمهال کې کولای شي د ماشوم د سترګو عصبي سیسټم زیانمن کړي. د ډېر وخت لپاره د موبایل سکرین ته کتل د مېلاتونین د ترشح کېدو د ځنډ سبب کېږي او په پایله کې ماشوم ناوخته خوب ته ځي. د خوب کیفیت یې هم له ځیرکو ټلیفونو د استفادې په وجه راکښته کېږي.
هغه ماشومان چې له ځیرکو ټلیفونونو سره تر اندازې زیاتې لوبې کوي، د هغوی فزیکي فعالیت راکمېږي او په پایله کې د چاغېدو او د وزن د زیاتېدو خطر ورته متوجه کېږي. اضافه وزن او د خوب مشکلات په خپل وار سره ځینې نور مشکلات لکه د زړه ناروغي، شکره، سکته او ډېر نور موارد زیږوي. د موبایل ګوشۍ ځینې داسې موجونه یا څپې لري چې په اوږدمهال کې پر مغز باندې بد اغېز کوي او شونې ده چې د مغزي پړسوب د ایجاد سبب وګرځي. له دې سره په څنګ کې، له موبایل څخه د خبرو کولو لپاره زیاته استفاده او غوږ ته د هغه نږدې نیول، د مغز د هماغې ناحیې د ګرمېدو سبب کېږي او شونې ده چې مضر تاثیرات پرېږدي.
له بل لوري، له غوږ ولیو زیاته استفاده په خاص ډول کله چې هغه په لوړ غږ د موسیقۍ اورېدو لپاره کارول کېږي، د اورېدو حس د کمزوري کېدو او نورو سمعي ستونزو سبب کېږي. کوم ماشومان چې په ساعتونو د موبایل کارولو ته ناست وي، اخر داسې حالت ته رارسېږي چې لاسونه او د ستون فقرات یې تر خطر لاندې وي. د ماشوم عضلې او ماهیچې شونې دي چې کمزورې شي.
رواني زیانونه
ماشومان چې کله پر موبایل یا ټبلټ باندې اخته شي، ډېر کم په ځان کې واقعي او بهرنۍ نړۍ ته د راتلو او د نورو او همزولانو سره د اړیکې نیولو اړتیا احساسوي. په پایله کې، ماشوم ټولنیزې اړیکې او اجتماعي ارتباطات ښه نه زده کوي او عقب نشین او منزوي کېږي.
یو بل جدي زیان یې پر ځیرکو ټلیفونونو باندي د معتاد کېدو هغه دی. په حقیقت کې شونې ده چې فرد تر دې بریده په هغه پورې تړلی اوسي چې کله موبایل ورسره نه وي یا د کار په جریان کې ورسره موبایل نه وي، د اندېښنې او یو ډول بې قرارۍ احساس کوي. بیا نو له داسې خلکو سره د خپل موبایل په نسبت وسواس پیداکېږي او پرته له دې چې په موبایل کې (کې یې) کار وي یا نه، بیا بیا یې را اخلي او صفحه یې لګوي. یا داسې هم شونې ده چې همېشه فکر کوي چې یو چا به زنګ ورته راوهلی وي او یا به یې پیغام ورته پرېښی وي.
هغه ماشومان چې خپل ډېر وخت د موبایل پر کارونې لګوي، نه یوازې له ټولنیزو اړیکو لرې پاتې کېږي، بلخوا په ډېرو نورو محیطونو کې د زده کړې فرصتونه محدودېږي او د واقعي محیط د اکتشاف پر ځای، ځان تر نمایشي صفحې پورې محدودوي. په حقیقت کې شونې ده چې ماشومان د ځیرکو ټلیفونونو په خاطر خپل زیات وخت تلف کړي چې له دغه فرصته یې کېدلای شي چې د نورو ګټورو کارونو لپاره ګټه واخیستل شي. موبایل او انټرنېټ ته د ماشوم نامحدود لاسرسی کولای شي چې هغه داسې دنیا ته راداخل کړي یا یې له داسې مسایلو سره بلد کړي چې هغه د ده/دې له سن سره مناسب نه وي. دا مسله شونې ده چې د هغوی لپاره د پام وړ زیانونه په ځان پسې ولري.
له موبایل څخه د ماشوم د استفادې مدیریت
له ورځنۍ ټکنالوژۍ څخه د ماشوم استفاده همېشه هم زیان راوړونکې نه ده. په حقیقت کې ځینې هغه لوبې چې په ځیرکو ټلیفونونو کې شته، مثبت تاثیرات هم لري. د مثال په توګه، په ډېرو داسې لوبو او بازیو کې ماشومان پر ډېرو هغو تکالیفو چې تمرکز او پاملرنې ته اړتیا لري، اخته شي یا له خپلې مخې ډېر خنډونه لري کړي، څو خپل هدف ته ورسېږي. ځینې بیا داسې دي چې د ماشوم دقت او ځيرکتیا لوړوي یا حتا کولای شي چې ماشوم ته ځینې مسایل هم ور زده کړي.
مهم ټکی له دې ټکنالوژۍ څخه د ماشوم د استفادې مېزان یا کچه ده. د کوچني عمر او د ودې مرحلې ته په کتو سره باید له قوانینو او محدودیتونو سره مخامخ شي. په ټولیز ډول په ورځ کې تر دوو ساعتونو زیاته د موبایل استفاده د ماشوم لپاره نه توصیه کېږي. همدارنګه بهتره ده چې د ماشوم لپاره د هغه/هغې د نوې ځوانۍ تر وخته پورې ځانګړی موبایل په واک کې ورنه کړل شي او یوازې دې پرېښودل شي چې د والدینو له موبایلونو څخه استفاده وکړي. په کم عمر او د ښوونځي په لومړیو کلونو کې بهتره ده چې د ماشومانو لاسرسی موبایل ته محدود وي.
د عمر په زیاتېدو سره کولای شی چې په قوانینو کې زیات انعطاف راولی او ماشوم ته له ټکنالوژۍ څخه د سمې استفادې په مورد او د هغه د مدیریت په اړه لازمې لارښوونې وکړی. په دې اړه د ماشومانو د برخې ارواپوهان کولای شي چې له تاسې سره د یوه مناسب روزنیز سبک په لرلو کې مرسته وکړي.