وسلهوالو طالبانو هغه خبرونه رد کړل چې ګواکي په پاکستان کې یې له امریکايي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. وسلهوال طالبان د پاکستان تر فشار لاندې وو چې د سعودي او اماراتو د غونډو له لغوه کېدو وروسته په اسلام اباد کې له زلمي خلیلزاد سره وګوري. ویل کېږي چې د همدغه فشار په لړ کې د طالبانو یو مشر او د اماراتو د غونډې ګډونوال حافظ محبالله څو ساعته ونیول شو، خو بیا هم طالبان په پاکستان کې خبرو ته حاضر نه شول. له دې سره خلیلزاد له پاکستان څخه خوښي څرګنده کړې ده او اسلام اباد ته یې خپل سفر ګټور بللی دی.
اوس پوښتنه دا ده چې که طالبان په اسلام آباد کې له امریکايي استازو سره خبرو ته حاضر نه شول، نو خلیلزاد ولې له دې سفره خوشاله دی؟
په سعودي، قطر او بیا پاکستان کې د سولې د غونډو له لغوه کېدو وروسته اوس داسې ښکاري چې د سولې خبرې له جدي خنډ سره مخ شوې دي. وسلهوال طالبان د خبرو لپاره پر دوو ټکو ټینګار کوي، لومړی دا چې امریکايي استازي باید پر ټاکلې اجنډا (د بهرنیو ځواکونو پر وتلو) خبرې وکړي او دویم دا چې خبرې باید په قطر کې وي. امریکايي استازي بیا غواړي چې غونډې له قطره د باندې په سعودي، اماراتو او پاکستان کې وي او په دې خبرو کې طالبان حاضر شي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي. امریکايي استازي دغه راز غواړي چې د ځواکونو د وتلو پر ځای پر اوربند، د بندیانو پر تبادلې، تور لېست او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړي. په دې ډول د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.
د خبرو له دغه ځنډ سره سره زلمي خلیلزاد د پاکستان له روله خوشاله دی او وايي چې پاکستان مرسته کوي. نوموړي د پاکستان له سفر وروسته په یوه ټوېټري پیغام کې ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې له ډېرو پاکستاني چارواکو سره کتلي دي او د افغان سولې په اړه یې خبرې ورسره کړې دي. د ده په خبره، د عمران خان په ګډون د پاکستان مهمو چارواکو ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به همکاري کوي. خلیلزاد وايي، پاکستان ته یې سفر ګټور دی او هیله لري چې افغانان یو ګام نور هم سولې ته نږدې کړي. د خلیلزاد له دغو څرګندونو داسې ښکاري چې اوس د سولې بحث د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو پر ځای، د پاکستان او امریکا معاملې ته پاتې شوی دی. اوس د سولې په خبرو کې نه افغان حکومت شته، نه طالبان او نه هم کوم بل افغان لوری، بلکې په دې چاره کې پاکستان او امریکا سره خبرې کوي. اوس دې چارې ته د امریکا او پاکستان د معاملې نوم ورکول کېدای شي. پاکستان به امریکا ته ډاډ ورکوي چې طالبان به خبرو ته حاضر کړي، ښايي ځینې طالب مشران په زور او زر حاضر کړي، ښايي د امریکا غوښتنو منلو ته یې هم تیار کړي او ښايي د سولې په نامه کومه هوکړه هم وشي، خو دا به په افغانستان کې د امن او ثبات سبب نه شي. اوس طالبان یوازې پر پاکستان تیکه نه کوي، د سیمې له نورو هېوادونو سره هم اړیکې لري او په افغانستان کې هم پراخه ځمکه لري، نو د پاکستان فشارونه او معاملې به د امنیت او ثبات سبب نه شي. په ټوله کې به د افغانستان په تړاو د امریکا او پاکستان معامله ناوړه پایلې ولري.