اووه اروپايي هېوادونه جرمني، برېټانیا، فرانسه، بلجیم، هالنډ، هسپانیه او پرتګال غواړي چې د وینزویلا د اپوزیسیون مشر، خوان ګوایدو د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژني.
دغو هېوادونو له ولسمشر نیکولاس مادورو غوښتي وو چې د روانې فبرورۍ تر درېيمې یعنې پرون پورې نوې ټاکنې اعلان کړي، کنه د ګوایدو په مشرۍ حکومت به په رسمیت وپېژني.
خو مادورو د دوی غوښتنه رد کړې ده او دغه هېوادونه یې سپین سترګي او ګستاخ بللي دي.
مادورو د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي چې دی د وینزویلا رښتینی ولسمشر دی.
د متحده ایالتونو، کاناډا، برازیل، کولمبیا او ارجنټاین په ګډون، د لاتینې امریکا ځینو مهمو هېوادونو مخکې د مادورو له مخالفته، له خوان ګوایدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
ځینو نورو هېوادونو بیا لکه روسیې چې له ولسمشر مادورو سره یې پخوا تر دې هم نږدې اړیکې لرلې، د ولسمشر په توګه د ګوایدو د اعلان مخالفت کړی دی.
مادورو په خپله وینا کې چې وړمه ورځ یې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته کوله، په ښکاره د روسیې له ملاتړه مننه کړې او ویلي یې دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هره برخه کې ده ته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
له بلې خوا واشنګټن د وینزویلا پر پوځ غږ کړی، چې د ګوایدو ملاتړ وکړي. په ورته وخت کې په یوه تازه اقدام کې د وینزویلا د هوايي ځواکونو یوه مهم قوماندان تورن جنرال فرانسسکو یانیز ویلي، چې د هېواد د نوي ولسمشر په توګه د ګوایدو ملاتړ کوي.
۳۵ کلن خوان ګوایدو نږدې یوولس ورځې وړاندې په داسې حال کې ځان د وینزویلا د نوي ولسمشر په توګه اعلان کړی، چې لسګونو زرو کسانو د ټول هېواد په کچه د مادورو پرضد لاریونونه پیل کړل، ځکه چې مادورو د ۲۰۱۸ ز کال د مې میاشتې په ټاکنو کې تر بریا وروسته، په تېرې جنورۍ میاشت کې د دویمې دورې لپاره لوړه وکړه، چې د دغه هېواد د اپوزیسیون له خوا په ټاکنو کې پر درغلۍ تورن شوی دی. د مادورو پرضد د اعتراضونو په لړ کې، تېره اونۍ ۳۵ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.
مادورو چې په ۲۰۱۳ ز کال کې د مخکیني ولسمشر هوګو چاویز له مړینې وروسته ولسمشر شو، له بشري حقونو د سرغړونو او د ناسمو اقتصادي پالیسیو له کبله په هېواد کې دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ دی.