د امریکا ددفاع وزارت وايي چې له مکسیکو سره د ګډې پولې د ساتلو لپاره به ۳۷۵۰ نور سرتېري هم واستوي. دغه سرتېري به له پخوانیو سره یو ځای کېږي او ددغه ګډې پولې د امنیت لپاره به کار کوي. مکسیکو او امریکا اوږده ګډه پوله لري او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کوي چې ترهګر او غیر قانوني کډوال له همدې لارې په استفادې امریکا ته د ننه کېږي. دمګړی د ټرمپ او امریکایي سیاستوالو ترمنځ پر همدې پوله اوږدې ناندرۍ روانې دي. ټرمپ هڅه کوي ددغه پولې د امنیت لپاره له کانګرس میلیاردونه ډالر واخلي خو دوی ددغه پیسو ورکړه اړینه نه بولي.