په نړیوال سیاست کې د یوه هېواد ریښتینی ځواک یوازې په پوځي وسایلو، اقتصادي شتمنۍ او سیاسي شعارونو نه سنجول کېږي؛ بلکې دا هم مهمه ده چې د نړۍ ملتونه هغه هېواد ته په کومه سترګه ګوري او څومره باور پرې لري. د پیو څېړنیز مرکز تازه سروې ښيي چې د نړیوال باور تله په تدریجي ډول د چین پر لور درنېږي.
دغه سروې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له اتمې د مې تر دیارلسمې پورې د ۴۲ زره او ۱۵۱ کسانو په ګډون ترسره شوې ده. د سروې له مخې، په ۳۶ پرتله شویو هېوادونو کې په ۲۵ هېوادونو کې خلک چین ته د امریکا په پرتله مثبت نظر لري. حتی کاناډایان او مکسیکویان، چې د امریکا نږدې ګاونډیان دي، اوس چین تر امریکا په مثبت نظر ګوري. په کاناډا کې د چین په اړه مثبت نظر ۴۴ سلنه، خو د امریکا په اړه ۳۳ سلنه ښودل شوی دی.
دا بدلون تصادفي نه دی. نړۍ تر اوږدو جګړو، سیاسي فشارونو، اقتصادي بندیزونو او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې له لاسوهنو ستړې شوې ده. ملتونه اوس داسې نړیوالو شریکانو ته اړتیا لري چې د واکمنۍ د بڼې د ټاکلو پر ځای یې د پرمختګ، سوداګرۍ، زیربناوو او اقتصادي ثبات په برخه کې لاسنیوی وکړي.
د سروې شویو ۱۷ منځني عاید لرونکو هېوادونو د نظرونو منځنۍ کچه ښيي چې ۷۵ سلنه خلک امریکا د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوونکی ځواک بولي؛ په داسې حال کې چې د چین په اړه دغه نظر ۴۵ سلنه دی. همدارنګه په ګڼو دغو هېوادونو کې چین تر امریکا باوري شریک او د نړیوالې سولې او ثبات لپاره اغېزناک هېواد بلل شوی دی.
د ولسمشرانو په پرتله کې هم، که څه هم په دواړو مشرانو نړیوال باور لوړ نه دی، خو د چین ولسمشر شي جین پینګ په ډېرو هېوادونو کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه مثبتې ارزونې ترلاسه کړې دي. دا توپیر په ځانګړي ډول په ګڼو اروپایي هېوادونو کې څرګند دی. دا وضعیت څرګندوي چې د متقابل درناوي، ثبات او اقتصادي همکارۍ ژبه د ګواښ او فشار تر ژبې ډېره اغېزناکه ده.
البته، سروې د فردي آزادیو په برخه کې امریکا ته نسبي برلاسی ورکوي؛ خو په دې برخه کې هم پخوانی واټن په چټکۍ راکم شوی دی. له ۲۰۲۱ کال راهیسې په نږدې ټولو سروې شویو هېوادونو کې د هغو کسانو شمېر کم شوی چې باور لري امریکا د خپلو خلکو فردي آزادیو ته درناوی کوي. دا په ډاګه کوي چې نړیوال قضاوتونه نور یوازې د تبلیغاتي شعارونو پر بنسټ نه، بلکې د هېوادونو د عملي کړنو له مخې کېږي.
افغانستان هم د دې بدلېدونکي نړیوال واقعیت یوه مهمه بېلګه ده. افغان ولس د بهرنیو لاسوهنو، تحمیلي نسخو او اوږدو جګړو دروند قیمت پرې کړی دی. چین، برعکس، له افغانستان سره د سیاسي حاکمیت، ملي خپلواکۍ او نهلاسوهنې پر اصل ولاړه اړیکه تعقیبوي. د سوداګرۍ، کانونو، ترانزیټ، کرنې او سیمهییز اتصال په برخو کې د چین همکاري کولای شي افغانستان له اقتصادي انزوا څخه د سیمهییزې ودې پر لور بوځي. له همدې امله د کابل او بیجینګ اړیکې باید د متقابل احترام، روڼتیا او اوږدمهالو ملي ګټو پر بنسټ نورې هم پیاوړې شي.
د پیو سروې د نړۍ لپاره یو روښانه پیغام لري: ملتونه له زور څخه ستړي او د همکارۍ تږي دي. چین ځکه د نړیوالو مثبت نظر خپلوي چې د شخړو پر ځای پر سوداګرۍ، د فشار پر ځای پر مشارکت او د لاسوهنې پر ځای پر متقابل درناوي ټینګار کوي.
که چین همدغه متوازن سیاست ته دوام ورکړي او د افغانستان په څېر هېوادونو ته د عادلانه اقتصادي فرصتونو دروازې پرانیزي، نو د نړیوال باور دغه مخ پر زیاتېدو بهیر به لا پیاوړی شي. د راتلونکي نړیوال نظم مشري به هغه ځواک کوي چې ملتونه ورڅخه ونه وېرېږي، بلکې په دوستۍ او باور کې ورسره خپل راتلونکی وویني.





























