په داسې حال کې چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په نړیوالو غونډو او ډیپلوماتیکو محفلونو کې د سولې، ثبات او خبرو اترو شعارونه ورکوي، د هغه د حکومت او پوځ کړنې بیا له دغو څرګندونو سره په بشپړ ډول په ټکر کې ښکاري. نوموړي په دې وروستیو کې د منځني ختیځ د کړکېچ په تړاو د ښکېلو لورو څخه د زغم، خویشتندارۍ او سولې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې باید د جګړې پر ځای ډیپلوماسي ته فرصت ورکړل شي. خو همدغه خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې پر ملکي سیمو هوايي بریدونه ترسره کوي او د ښځو، ماشومانو او بېګناه خلکو ژوند اخلي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، چې پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو یې هوايي بریدونه کړي دي. نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغو بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي ، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری پکې شهیدان شوي دي. د هغه په وینا، ۱۴ تنه نور چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. مجاهد دغه بریدونه بشري جنایت بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي.
د افغانستان په یادو ولایتونو کې وروستیو هوايي بریدونو یو ځل بیا دا پوښتنه راولاړه کړې چې څنګه یو حکومت له یوې خوا د نړۍ په کچه د سولې او بشري ارزښتونو خبرې کوي او له بلې خوا د خپل ګاونډي هېواد پر ملکي وګړو بمونه غورځوي؟ دا تضاد یوازې د سیاست یوه عادي بېلګه نه ده، بلکې د نړیوالو معیارونو له مخې د دوهمخیتوب او ریاکارۍ څرګند مثال ګڼل کېږي.
شنونکي باور لري چې اسلامآباد تل هڅه کړې په نړیواله کچه ځان د سولې او ثبات ملاتړی وښيي، خو د افغانستان په اړه یې سیاست له کلونو راهیسې له پوځي فشار، مداخلې او امنیتي محاسبو څخه اغېزمن پاتې شوی دی. د همدې سیاست له امله د پاکستان حکومت په نړیوالو غونډو کې د سولې خبرې کوي، خو په عمل کې بیا هغه اقدامات ترسره کوي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو سبب ګرځي.
د ښځو او ماشومانو وژل کېدل په هر ډول جګړه او شخړه کې تر ټولو دردناک او د غندنې وړ عمل ګڼل کېږي. کله چې د سولې داعیان د همدې قربانیانو د مرګ سبب وګرځي، نو د هغوی اخلاقي اعتبار تر پوښتنې لاندې راځي. منتقدین وایي، شهباز شریف نشي کولای په منځني ختیځ کې د سولې غوښتنه وکړي او په عین وخت کې د افغانستان د ملکي وګړو پر وړاندې د پوځي عملیاتو له سیوري ځان جلا وښيي.
همدا علت دی چې د پاکستان د صدراعظم وروستۍ څرګندونې د ډېرو سیاسي څارونکو له خوا د ریاکارانه سیاست یوه بېلګه بلل کېږي. د هغوی په باور، سوله هغه وخت معنا پیدا کوي چې د هېوادونو مشران په خپلو ټولو سیاستونو کې یو شان اصول مراعات کړي، نه دا چې په یوه سیمه کې د سولې بیرغ پورته کړي او په بله سیمه کې د جګړې اور بل وساتي.
نن د شهباز شریف حکومت له یوې جدي اخلاقي او سیاسي پوښتنې سره مخ دی: آیا د سولې غوښتنه یوازې د نړیوالو د خوښولو لپاره یو ډیپلوماتیک شعار دی، که رښتیا هم د پاکستان د سیاست یوه برخه ده؟ تر هغه وخته چې د افغانستان پر ملکي وګړو بریدونه دوام ولري، د سولې په اړه هره وینا به د ډېرو خلکو په نظر یوازې یوه تشه ادعا او د منافقت څرګند مثال وي.
له همدې امله د پاکستان صدراعظم د نړیوالو په سترګو کې له یوه داسې سیاستوال سره ورته کېږي چې د سولې خبرې یې له کړنو سره سمون نه لري؛ یو تصویر چې د نړیوال اعتبار، اخلاقي مشروعیت او ریښتینې ډیپلوماسۍ لپاره جدي زیان بلل کېږي.





































