د رسنیو د راپورونو له مخې د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسس او د سني مسلمانانو ستر مذهبي عالم احمد الطیب پرون په ابوظبۍ کې د جومات او کلیسا د بنسټ ډبره کېښوده. دغه کلیسا او جومات به څنګ تر څنګ جوړيږي او ددغه دوو مذهبي مشرانو په وینا موخه یې د یووالي یو سمبول جوړول دي. دواړو خواوو د نړۍ خلک ورورلۍ او یووالي ته را وبلل او په خبره یې ټول مذهبونه باید سره متحد شي او په نړۍ کې د بشري پرمختګ لپاره کار وکړي.