د بشري حقونو یوه مدافع ډله فریډم هاوس خبرداری ورکوي چې په امریکا کې د ولسواکۍ پر وړاندې خنډونو په ټوله نړۍ کې مدني آزادیو او سیاسي حقوقو ته زیان اړوي. په واشنګټن کې دېره دا ټولنه په خپل راپور کې د تېر ۲۰۱۸ کال پېښو ته په پام سره په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت څېړلی دی. راپور د نړۍ په ۶۸ هېوادونو کې د مدني ازادیو یو تیاره تصویر وړاندې کوي خو په پنځوسو هېوادونو کې په دې برخه کې د پرمختګ خبر ورکوي. فریډم هاوس د روسیې، ایران، اذربایجان، مونټينګرو، هنګري، صربیا او د منځنۍ اسیا پر ۳ هېوادونو په تېرو پرله پسې ۱۳ کلونو کې د بشري ازادیو په برخه کې د پاتې راتلو له کبله نیوکه کوي. راپور زیاتوي چې که څه هم د نړیوالو معیارونو پر بنسټ په امریکا کې ولسواکي لا هم پیاوړې ده خو په تېرو اتو کلونو کې خورا زیاته کمزورې شوې ده.