امریکایي ټلویزیوني شبکې سي اېن اېن خبر ورکړی چې سعودي عربستان هغه امريکايي وسلې، چې په يمن کې د جګړې لپاره متحدو ايالتونو ورکړې وې، د القاعدې شبكې د وسله والو په واک کې ورکړې دي. د راپور له مخې، دا ډول ډېرې وسلې حوثي وسله والو، چې په يمن کې د سعودي ايتلاف په وړاندې مبارزه كوي، هم ترلاسه كړې دي. د راپور پر بنسټ، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د يمن د قبايلي وګړو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره هغوی ته هم دغه وسلې سپارلې دي. سي اېن اېن وايي، د پنټاګون يوه چارواکي تاييد کړې، چې په دې تړاو واشنګټن هم څېړنې پيل کړي او داسې راپورونه ور رسېدلي، چې د امريکا ساخت وسلې په يمن کې يو شمېر ډلو ته وركړل شوې دي.