د پسرلني اختر په مناسبت د لویې هنري نندارې کتونکو شمیر یو ملیارډ ۱۷۳ ملیونه تنو ته ورسید او نوی ریکارډ یی ټینګ کړ سږ کال د مرکزي تلویزیون له خوا د پسرلني اختر په مناسبت د بیلابیلو رسنیو له لارې په سندرو، موسکاوو، چکچکو او پر خلکو ژورې اغیزې لرونکې لویې هنري نندارې وړاندې کیدو نوی ریکارډ ټینګ کړی دی. د اړوندې شمیرنې له مخې دغه هنري ننداره په همدې شپه د چین په دننه کې ۲۳۹ تلویزیوني چینلونو او په بهر کې د ۲۱۸ همکاریزو رسنیو په ۱۶۲ هیوادونو او سیمو کې نشر کړې وه. په عین وخت کې د تلویزیون، انترنټ او سوشیل میډیا له لارې په چین او بهر کې د کتونکو شمیر ۱ ملیارډ ۱۷۳ ملیونه تنو ته ورسید. د دې ترڅنګ سږ کال دغه ننداره په دې وروستیو کلونو کې ترټولو د خوښې وړ ننداره هم بلل کیږي چې د ساینې توازن یی ۹۶،۹۸ سلنه ته هم ورسید.
دغه هنري ننداره د چین د میډیا ګروپ له جوړیدو وروسته دا ډول لومړنۍ ننداره ده. یاده هنري ننداره د چین د میډیا ګروپ د مرکزي تلویوین، مرکزي راډیو او نړیوالې راډیو د بیلابیلو چینلونو او رسنیزو ډګرونو له لارې نشر شوه چې د خپلو تلویزیوني، راډیویي او نورو رسنیزو ډګرونو شمیر له شل څخه هم زیات دی. د دې ترڅنګ(4k)(5G)(VR) په ګډون عصري ټکنالوژيو له لارې هم خپره شوې چې پر کتونکو باندی یی ژوره اغیزه کړې ده.
په انترنټ کې یی د کتونکو شمیرډیر زیات دی. د اړوندې شمیرنې له مخې سږ کال د پسرلني اختر په مناسبت د یادې هنري نندارې د کتونکو توازن ۳۰،۰۷ سلنه ته ورسید او په انترنټ کې د کتونکو توازن ۲،۷۴ سلنه ته ورسید چې دغه شمیر د تیر کال په پرتله ۰،۵ سلنه زیات شو. سږ کال د چین میډیا ګروپ د یادې نندارې د نشر په ترڅ کې تلویزیون او انترنټ همغږي کړي دي او د کتونکو رنګا رنګ اړتیاوې یې پوره کړې دي چې ستر بریالیتوب یې ترلاسه کړی دی.
د یادې هنري نندارې پروګرامونه ډیر په زړه پورې دي چې د ډیرو کتونکو پاملرنې یې ځان ته راجلب کړې دي. د اړوندې شمیرنې له مخې په همدې شپه د نندارې د نشر په مهال په انترنټ کې د دغې نندارې په اړه د کومنټونو شمیر ۹ ملیونه ۴۷۰ زره ته ورسید چې د انترنټ اکثر ځای یې نیولی دی. د دغو کومنټونو مثبت توازن ۹۶،۹۸ سلنه ته لوړ شوی دی.
د دې ترڅنګ په بهر کې هم دغې نندارې د خلکو ډیرې پاملرنې ځان ته راجلب کړې دي چې د اړوندو مطالبونو شمیر ۳۲۸ زره ۸۰۰ ته ورسید. د دغې هنري نندارې په اثر په سوشیل میډیا کې د سي جي تي ان تر حساب لاندې د تبادلې شمیر هم ۱ ملیون ۷۰۰ زره ته ورسید چې د نړۍ د خبري حسابونو لومړی مقام یې ونیوه.