د روسیې د دفاع وزارت وایي، دا هېواد به تر ۲۰۲۱میلادي کال پورې د توغندیو د دوو سیسټمونو د جوړولو لپاره هڅې زیاتې کړي. ویل کېږي چې دا د منځني واټن ویشتونکو اټمي وسلو له تړونه د امریکا د وتلو پر وړاندې د روسیې یو عکس العمل ګڼل شوی دی. دا تړون په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د سړې جګړې پر مهال د پخواني شوروي او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی و او په اروپا کې یې د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د پراختیا مخه نیوله. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ د میاشتې په لومړۍ نېټه وویل، هېواد یې د منځني واټن ویشتونکو اټمي وسلو له تړونه د وتلو پروسه پیل کړې چې په شپږو میاشتو کې به بشپړه شي.