د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملت ته په وینا کې ټینګار کړی چې له مکسیکو سره به دیوال جوړوي. هغه ویلي که څوک خوشحالېږي او که نه له مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړولو کې جدي دی او خامخا یې جوړوي. هغه چې تېره شپه یې کانګرس ته وینا کوله وویل، دا دیوال اړین دی ځکه د ده په وینا د دیوال جوړول د ناقانونه کډوالو او مخدره موادو د قاچاق مخنیوي کې خورا اړین رول لري. هغه پر دې مسایلو سربېره د امریکا اقتصادي پرمختګونه یاد کړي او زیاته کړې یې ده چې د ده په دوره کې څه بانډې پنځه میلیونه نوې دندې ایجاد شوې دي. دا ملت ته د نوموړي دویمه وینا وه. د امریکا ولسمشر د هر کال په پیل کې ملت ته اوږده وینا کوي، د خپلو لاسته راوړنو او کاري پروګرامونو په اړه خبرې کوي.