د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستان غږ کړی چې د پښتونژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي ژر تر ژره خوشي کړي. ددغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي د پښتونژغورنې غورځنګ په سوله ییزه توګه له پاکستاني حکومت د خپلو حقوقو او همدا راز د پښتنو پر وړاندې د روان تبعیض د له منځه وړلو غوښتنه کوي نو ځکه پاکستاني حکومت ته په کار ده چې له دوی سره له تاوترخوالي کار وا نه خلي. په اعلامیه کې راځي چې دغه غورځنګ ټولو مدني او نړیوالو قوانینو ته په کتو ګامونه اوچتوي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. یاد سازمان پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې د پښتونژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي ازاد کړي او همدا راز د ارمان لوڼي د وژل کېدو پېښه دې و څېړي. د بښنې نړیوال سازمان وايي ارمان لوڼی د پاکستاني عسکرو تر شکنجې لاندې سا ورکړې ده او یاد حکومت باید دغه مسئله واضح کړي.