د زلمي خلیلزاد مېرمنې پر فعالو افغان مېرمنو نیوکې کړې دي. هغې په یوه لیکنه کې ویلي، یوه ډله مېرمنې چې په افغانستان کې ځان د ښځو د حقوقو مدافعینې بولې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره مخالفت ښيي. د زلمي خلیلزاد مېرمن شرل بنارد پخپله لیکنه کې وايي، افغان مېرمنې دې د بهرنیو ځواکونو وتل او سولې راتګ د ځان شاتګ نه بولي، بلکې له خپلو حقوقو دې پخپله دفاع وکړي. بنارد زیاته کړې، چې امریکايي او د نړۍ د نورو ټولنو فعالو مېرمنو د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کړې ده او له همدې لارې بریا ته رسېدلې. نوموړې پر افغان مېرمنو هم غږ کړی چې له سولې دې نه ډارېږي، پر بهرنیو ځواکونو دې تکیه نه کوي او د خپلو حقوقو لپاره دې پخپله مبارزه وکړي. د بنارد لیکنه د ښځو د حقوقو په برخه کې د فعالو افغان مېرمنو له توندو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.




































