په وروستیو ورځو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو او د لوېدیځو رسنیو ځینو تحلیلونو یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې په نړیوال سیاست کې د زور او فشار سیاست تر کومه بریالی کېدای شي. ټرمپ په یوه تازه وینا کې ادعا کړې چې د ایران بحري ځواک، د بې پیلوټه الوتکو زیرمې او ګڼ پوځي امکانات له منځه تللي او جګړه پای ته نږدې ده. دا ډول څرګندونې په ظاهر کې د بریا اعلان ښکاري، خو کله چې د جګړې واقعي وضعیت ته وکتل شي، نو څرګندیږي چې دا تر ډېره د تبلیغاتي جګړې برخه ده، نه د میدان حقیقي انځور.
د جګړو په تاریخ کې دا یو عام تاکتیک دی چې کله یو ځواک په عملي ډګر کې له ستونزو سره مخ شي، نو د رسنیو له لارې د بریا فضا رامنځته کوي. د ایران او امریکا تر منځ وروستۍ ترینګلتیا هم له همدې زاویې لیدل کېږي. په پیل کې داسې انګېرل کېده چې د امریکا او اسراییلو هغه عملیات چې د ایران د مشرتابه او نظامي جوړښت د کمزوري کولو لپاره ترسره شول، به د جګړې مسیر بدل کړي. خو د وخت په تېرېدو څرګنده شوه چې د دې ډول عملیاتو پایله هغه نه وه چې واشنګټن یې تمه لرله.
سره له دې چې ایران د جګړې په پیل کې خپل یو مهم مشر له لاسه ورکړ، خو د دې هېواد سیاسي او نظامي جوړښت له منځه ولاړ نه شو. برعکس، د ډېرو شنونکو په اند د فشار او ګواښونو له امله د ایران دننه یو ډول ملي یووالی رامنځته شو. دا هغه ټکی دی چې حتی ځینو لوېدیځو صاحبنظرانو هم ورته اشاره کړې ده. د هغوی په وینا، کله چې د جګړې لومړني اهداف ترلاسه نه شول، نو واشنګټن ته ښايي یوازینی پاتې انتخاب دا وي چې د بریا اعلان وکړي او له داسې جګړې څخه ورو ورو ووځي چې دوام یې نورې ستونزې رامنځته کولای شي.
په نړیوال سیاست کې دا لومړی ځل نه دی چې یو لوی ځواک د تبلیغاتي بریا له لارې له ستونزمن حالت څخه د وتلو هڅه کوي. د تاریخ بېلابېل مثالونه ښيي چې کله جګړه اوږده شي او لګښتونه یې زیات شي، نو سیاسي مشران هڅه کوي د خپلو خلکو لپاره د بریا یو روایت جوړ کړي. د ایران په قضیه کې هم د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د همدې روایت جوړولو هڅه بلل کېږي.
له بلې خوا، د سیمې رسنیو هم د دې څرګندونو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی دی. د ایران ټایمز ورځپاڼې په یوه طنزیه تبصره کې د ټرمپ څرګندونې تر پوښتنې لاندې راوستې دي. په دې تبصره کې لیکل شوي چې هغه سیاستوال چې حتی ونه توانېد په نیویارک کې د خپلې خوښې ښاروال وټاکي، څنګه کولای شي د ایران لپاره د مشرتابه د ټاکلو خبره وکړي. د دې طنزي پیغام اصلي مفهوم دا دی چې د هر هېواد د مشرتابه او سیاسي راتلونکې پرېکړه باید د هغه هېواد د خلکو حق وي، نه دا چې یو بهرنی سیاستوال یې په اړه پرېکړه وکړي.
دغه تبصره که څه هم په طنزي بڼه لیکل شوې، خو تر شا یې یو مهم سیاسي پیغام هم پروت دی. په نړیوال سیاست کې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه تل د کړکېچ د زیاتېدو سبب شوې ده. کله چې یو ځواک د بل هېواد د سیاسي جوړښت یا مشرتابه د بدلولو خبرې کوي، نو دا نه یوازې د نړیوالو اصولو خلاف ګڼل کېږي، بلکې د مقابل لوري مقاومت هم زیاتوي.
د ایران او امریکا تر منځ روانه شخړه هم تر ډېره د همدې سیاستونو پایله ده. واشنګټن له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د بندیزونو، سیاسي فشارونو او نظامي ګواښونو له لارې تهران کمزوری کړي. خو تر اوسه دا تګلاره هغه نتیجه نه ده ورکړې چې د امریکا سیاستوال یې تمه لري. ایران لا هم په سیمه کې یو مهم لوبغاړی پاتې دی او د فشارونو باوجود یې خپل سیاسي او نظامي جوړښت ساتلی دی.
دا وضعیت په نړیوال سیاست کې یو بل مهم حقیقت هم څرګندوي: یوازې پوځي فشار د اوږدمهاله حل لاره نه شي کېدای. هغه هېوادونه چې د ملي یووالي، داخلي مشروعیت او سیمه ییزو اړیکو بنسټونه لري، په اسانه نه ماتېږي. د ایران تجربه هم تر یوه حده دا ښيي چې کله یو هېواد د بهرني فشار پر وړاندې د خپلواکۍ شعار پورته کړي، نو د داخلي ملاتړ کچه لوړېدای شي.
په همدې حال کې د امریکا او اسراییلو لپاره هم دا جګړه ساده نه ده. د جګړې هره ورځ د سیاسي، اقتصادي او پوځي لګښتونو زیاتوالی معنی لري. همدا لامل دی چې ځینې لوېدیځ تحلیلګر وايي چې واشنګټن ښايي په نږدې راتلونکې کې د جګړې د پای لپاره د داسې لارې لټه وکړي چې هم د خپل وقار ساتنه وکړي او هم د اوږدمهاله ښکېلتیا مخه ونیسي.
د نړیوال سیاست د تجربو له مخې، هغه شخړې چې یوازې د زور له لارې حل شي، ډېر وخت دوام نه کوي. پایدار حل هغه مهال رامنځته کېږي چې سیاسي تفاهم، ډیپلوماسي او د هېوادونو د خپلواکۍ درناوی موجود وي. که نړۍ غواړي د نویو جګړو مخه ونیسي، نو باید د زور سیاست ته د بدیل لارې ولټوي.
د ایران او امریکا روانه شخړه هم د همدې اصل یو ژوندی مثال دی. تر هغه وخته چې د فشار او تبلیغاتي جګړې پر ځای د واقعي سیاسي حل لټه ونه شي، دا ډول کړکېچونه به د سیمې او نړۍ لپاره د بې ثباتۍ سبب ګرځي. نړۍ نن د دې اړتیا لري چې د زور پر ځای د تفاهم او متقابل درناوي سیاست ته مخه کړي، ځکه تاریخ څو ځله ښودلې چې د زور سیاست تل د لنډمهاله بریاوو تر شا اوږدمهاله ستونزې پرېږدي.



































