افغانستان، چې اقتصاد یې تر ډېره پر کرنه ولاړ دی، هر کال د وچکالۍ، د اوبو کمښت او د بزګرانو د ستونزو له جدي ننګونو سره مخ وي. د تېرو کلونو پرلهپسې وچکالیو نه یوازې د کرنیزو حاصلاتو کچه راټیټه کړې، بلکې په ښارونو او کلیو کې یې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی هم محدود کړی دی.
تېر کال د کابل ښار په ګډون ګڼ شمېر سیمې د اوبو له کمښت سره مخ شوې، چې د خلکو اندېښنې یې لا پسې زیاتې کړې. که څه هم سږنی ژمی په نسبي ډول د واورې شاهد و، خو د تودوخې د ناوخته لوړېدو له امله ډېره واوره د پسرلي تر رارسېدو مخکې وېلې شوه. دا حالت د دې لامل شو چې د اوبو د زیرمو په اړه د بزګرانو هیلې کمزورې شي او د راتلونکي فصل په اړه اندېښنې زیاتې شي. خو اوس، په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پرلهپسې بارانونو پیل، یو ځل بیا د خلکو زړونو ته هیلې ورګرځولې دي.
د هوا پېژندنې د وروستیو اټکلونو له مخې، په راتلونکو اتو ورځو کې په افغانستان کې د اورښتونو کچه له ۴۰ څخه تر ۱۳۰ میلیمترو پورې اټکل شوې ده، چې دا د نورمال حد په پرتله خورا لوړه شمېره ده. حتی داسې اټکل کېږي چې ښایي یوازې په کابل کې د ټول کال شاوخوا ۴۰ سلنه باران په همدې لنډه موده کې وشي، په داسې حال کې چې د کابل کلنی اوسط اورښت عموماً د ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ میلیمترو پورې وي. دا بارانونه، که څه هم د وچکالۍ ځپلو بزګرانو لپاره د رحمت زېری دی او کولی شي د ځمکو حاصلخېزي زیاته کړي، د اوبو زېرمو ته وده ورکړي او د کرنې راتلونکی ښه کړي، خو له بلې خوا یې د ناڅاپي سیلابونو خطر هم زیات کړی دی.
په ځینو ولایتونو کې لا دمخه سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، چې دا د راتلونکو ورځو لپاره د جدي احتیاط اړتیا ښيي. له همدې امله، اړینه ده چې خلک د دې طبیعي بدلون دواړه اړخونه په نظر کې ونیسي. بزګران کولای شي له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره د خپلو ځمکو د سم مدیریت، د اوبو د ساتنې او د کرنیزو فعالیتونو د ښه تنظیم لپاره پلانونه جوړ کړي. په ورته وخت کې، هغه کورنۍ چې د سیلابونو له خطر سره مخ دي، باید احتیاطي تدابیر ونیسي؛ لکه د اوبو د مسیرونو پاکول، د کورونو شاوخوا خنډونه جوړول، او د بېړنیو حالاتو لپاره چمتووالی نیول.
د دولت او مرستندویو بنسټونو مسوولیت هم دی چې د سیلابونو د خطر لرونکو سیمو لپاره مخکې له مخکې خبرتیاوې زیاتې کړي، د ژغورنې امکانات برابر کړي او د زیانونو د کمولو لپاره عملي ګامونه واخلي. په ټوله کې، روان بارانونه د افغانستان لپاره د هیلې او ازموینې دواړه پیغامونه لري. که له یوې خوا د وچکالۍ د پای ته رسېدو زېری ورکوي، له بلې خوا د بېاحتیاطۍ په صورت کې د جدي ناورین سبب هم کېدای شي. نو، دا وخت د دې دی چې خلک له هیلې سره یو ځای احتیاط هم خپل کړي، تر څو دا بارانونه د ابادۍ سبب شي، نه د تاوان.




































