رویټرز خبري اژانس په یوه خپاره کړي راپور کې د اسراییلو د مالیې وزارت له قوله ویلي، چې له ایران سره په جګړه کې یې څه باندې ۱۱ میلیارده ډالر لګولي او دې لګښتونو د دغه هېواد پر بودیجې دروند فشار راوستی دی. د اسرائیلو د مالیې وزارت دغه راز ویلي چې د دغو پیسو ډېره برخه پر دفاعي چارو لګول شوې ده. د یاد وزارت په وینا، د جګړې ټول لګښت شاوخوا ۱۱.۵۲ میلیارد ډالرو ته رسېږي، چې دا اندازه پیسې له وړاندې د ۲۰۲۶ کال په بودیجه کې هم ځای پر ځای شوې وې. دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې څه باندې درې زره کسان وژل شوي دي.




































