د هېواد په شمال زون کې د قرهقل د صادراتو د پراختیا انسټیټیوټ مسوولینو خبر ورکړی، چې سږ کال له ۳۶ زره ډېر د قرهقل پوستکي د بلخ ولایت د حیرتان بندر له لارې بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي. د یادې ادارې په وینا، د هېواد شمالي او شمالختیځ ولایتونه د قرهقل پوستکي د تولید له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي. په مزارشریف کې صنعتکاران وایي، سره له دې چې د خلکو سلیقې بدلې شوې، خو د قرهقل صنعت لا هم فعال دی او د خلکو یوې برخې لپاره مهم اقتصادي ارزښت لري. د دوی په خبره، اوزبکستان، ترکمنستان او روسیې ته د صادراتو دوام د دې صنعت پر دوامدار تقاضا دلالت کوي. قرهقل د افغانستان له دودیزو او تاریخي صنعتونو څخه ګڼل کېږي، چې د ډېرو کورنیو لپاره د عاید مهمه سرچینه بلل کېږي.




































