په زابل کې د روغتیا ریاست د خوړو او درملو د څار او پلټنې ادارې مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې یې د روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله پنځه درملتونونه تړلي دي. د مسوولینو په خبره د خلکو د روغتیايي خوندیتوب لپاره به د څار او پلټنې فعالیتونه دوام ولري او له ټولو درمل پلورونکو یې غوښتنه کړې چې روغتیايي قوانین په جدي توګه مراعت کړي. بلخوا ویل شوي، چې تر دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې یو شمېر روغتونونه او درملتونونه د لوړ نرخ له امله تړل شوي وو. په هېواد کې ناسم روغتیايي خدمتونه او بېکیفیته درمل لا هم د ناروغانو لپاره له مهمو ستونزو ګڼل کېږي.




































