د امريکا او ايران ترمنځ څه باندې ۳ مياشتنۍ شخړه د يو يادښت په لاسليک پای ته ورسېده.
د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن په ټولنيزو رسنيو کې په انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو سروې ترسره کړې ده.
د سروې ۹۰.۸ سلنه ګډونوال په دې نظر دي چې امريکايي حکومت تر اوسه ټاکلو ستراتيژيکو موخو ته نه دی رسېدلی، برعکس يې په ټوله نړۍ کې د خپلې ستراتيژيکې اغېزې پر له پسې کمزورتيا ښودلې ده.
په ۲۴ ساعتونو کې، په دغه سروې کې ۹۸۴۹ انترنېټ کاروونکو ګډون کړی او خپلې نظريې بيان کړې دي.





































