
د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د شاان شي ولایت له یوو لین ښار څخه د لیدنې په وخت کې، د چین د کمونست ګوند د سوي ده سيمې د سيمه ييز کمېسيون پخواني مقر ته لاړ. د نندارتون په تالار کې يې لیکلي هغه متن پام جلب کړ : ” د خلکو په څنګ کې محکم کېنئ”.
شي جين پينګ په ژور احساس سره د خپل پلار شي جونګ شیون خبرې یادې کړې او ويې ویل، چې “محکم” دلته د چین د شان شي ولایت د ګوان جونګ سیمې په لهجه کې ورته ” دوان دوان ده ” وايي او مانا یې مستقیم او سمه توګه ده.
پلار یې یو ځل هغه ته وویل، هرڅومره چې تاسو لوړ چارواکی شئ، هېڅکله مه هیروئ چې د خلکو لپاره په ریښتینې توګه خدمت وکړئ، د دوی اړتیاوو ته پاملرنه وکړئ، له خلکو سره اړیکه ونیسئ او د لاسرسي وړ اوسئ.
دا د پلار ژوره مینه ده او همدارنګه د چین د کمونېست ګوند د غړو ثابت موقف او وطن دوستی دی.


































