د چین د دولتي ریل پټلۍ ګروپ د خبر له مخې، د ۲۰۱۶ کال له جون راهیسې، کله چې د چونګ چینګ-شینجیانګ-اروپا، چنګ دو-شینجیانګ-اروپا، یي وو-شینجیانګ-اروپا او ووهان-شینجیانګ-اروپا لینونو په ګډون نړیوال بار وړونکي اورګاډي په رسمي ډول د چین-اروپا د نوبتي بار وړونکو اورګاډيو په متحد برانډ (CR Express ) کې شامل شوي، د اورګاډو د تګ راتګ کلنی شمېر په ۲۰۱۶ کال کې له ۱۷۰۲ څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۲۰۰۲۲ ته لوړ شوی چې ۱۰ اعشاریه ۸ ځله زیاتوالی لري.
وروستي احصایې ښیي چې د چین په ۱۲۹ ښارونو کې د چین-اروپا د بار وړونکو اورګاډو مسيرونه پرانيستل شوي او د ۲۶ اروپایي هېوادونو ۲۳۶ ښارونو ته يې غځېدلی دی.



































