د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جون په ۱۹مې نېټې د ۶۲مې غونډې په بهیر کې د دغې شورا د جوړېدو د ۲۰مې کليزې په ویاړ لوړ پوړې ناسته ترسره کړې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټرېش يادې ناستې ته ویډيويي وينا کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لوړپوړی مسؤلينو او د دغې شورا رئيس د ناستې ګډونوالو سره خبرې او نظرونه تبادله کړې ده.
په ژنيو کې د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين لوی سفير جيا ګوي ده يادې ناستې ته په وينا کې ويلي، د یادې شورا د جوړېدو ۲۰مه کليزه د بشري حقونو د تېرو کارونو د بیاکتنې او د ښه راتلونکي لپاره ډېره مهمه موقع ده.
نوموړي ويلي، د چين د نړۍ مدیریت نوښت د ګردې نړۍ لپاره ډېر ارزښتناک فرصتونه برابر کړي او د بشري حقونو شورا د کارونو د پياوړتيا او ښه والي لپاره يې مهم رول لوبولی دی.





































