د امريکا او ايران مرکچي پلاويو د جون په ۲۱مې نېټې د سويس په بورګين سټوک کې مذاکرات کړی او د دوهمې ورځې په سهار يې تړون لاسلیک کړی دی.
شنونکي د امريکا او ايران ترمنځ شوی تړون يو فعال پرمختګ بولي او پر دې اند دي، چې دواړه خواوې د شخړې د پای ته رسولو لېوالتيا لري. خو له مذاکراتو مخکې د هرمز تنګي د بیا تړلو، د لاسي روغبړ د ردولو، له مذاکراتو څخه د وتلو د ګواښ او احتجاج په شمول ځينو مسئلو د دواړو خواوو ترمنځ روان مذاکرات هم ټکني کړي دي.
په لبنان کې د اسرائيل پوځي فعاليتونو د امريکا او ايران ترمنځ د بي باورۍ فضا رامنځته کړې او دا د روانو مذاکراتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.
پرمختګونه
قطر او پاکستان په يوې ګډې اعلاميې کې د ياد تړون خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې د امريکا او ايران ترمنځ خبرې په ښې فضا کې ترسره کېږي او يو لړ پرمختګونه پکې شوي دي.
اعلاميه وايي، امريکا او ایران د يوې لوړ پوړې کمېټې پر جوړونې هم هوکړه کړې او دغه کمېټه به د مذکراتو بهير څاري.
د مذاکراتو استازي به په ټاکلي وخت يادې کمېټې ته راپور ورکوي او د نظارت او د شخړو څارنېز ګروپونه به د اټومي مسئلې د حل او د بنديزونو د لرې کولو لارښوونه کوي، څو تړون په اغېزمنه توګه تطبيق شي.
د لوړپوړې کمېټې په دې اړه هوکړه کړې، چې ايران او امريکا بايد په شپيتو ورځو کې د اخري تړون د نقشي په هکله د نظريو يووالي ته ورسيږي.
امريکا او ايران د همغږۍ لاره جوړه کړې او سوداګريزې بيړۍ د مذاکراتو په موده کې له هرمز تنګي څخه تېرېدلی شي.
بېلا بېلو خواوو د همغږۍ کوونکو په مرسته د شخړو د مخنيوي ګروپ له جوړولو سره موافقه کړې، څو د دې تضمين وشي چې په لبنان کې به نظامي فعاليتونه پای ته رسېږي.
د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د جون په ۲۲مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د ايران د تېلو او د نفتي کيمياوي توليداتو پر صادراتو لګیدلي بندونه به لغوه او ځيني پانګې به يې ازادې شي او دغه راز د ايران د بيا رغونې او پرمختګ ستر پلان به پيل شي.
نوموړي ويلي، په لبنان کې د جګړې د ختمولو په برخه کې هم مهم پرمختګ شوی دی.
امريکا په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي، خو د دې هېواد رسنيو په مذاکراتو کې د يوه امريکايي ډيپلومات په قول ويلي، چې د مذاکراتو په ترڅ کې د هرمز تنګي په اړه د ايران د ګډوډو معلوماتو د روښانه کېدو، د شخړو د حل ميکانيزم د تاسيس او د هرمز تنګي د پرانيستلو په اړه ځيني موضوعات ياد شوي دي او دغه راز دواړو خواوو د لبنان په جنوب کې د شخړې پر پای ته رسولو او د اوربند د عملي کولو په هکله هم سلامشورې کړې دي. دواړو خواوو د اټومي مسئلې د مهمو ټکو په اړه هم بحث کړی او دغه پرمختګونه به د راتلونکو تخنيکي مذاکراتو پيل وبلل شي.
سخت چېلنج
ایران تل د لبنان مسئله د مذاکراتو له بهیر سره تړلې بللې ده. د هغه یادښت له مخې چې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۷مه د امریکا او ایران ترمنځ خپور شو، په لومړۍ ماده کې راغلي چې په ټولو جګړهيېزو سیمو کې، چې لبنان هم په کې شامل دی، نظامي فعالیتونه باید سمدلاسه ودرول شي او د لبنان د خاورو بشپړتیا او ملي حاکمیت ته باید بشپړ درناوی وشي.
په دغو مذاکراتو کې د لبنان د وضعیت له امله ځینې بدلونونه رامنځته شول، تر دې چې له مذاکراتو یوه ورځ مخکې، ایران د هرمز تنګي د تړلو اعلان وکړ او دا یې د اسرائیلو له خوا د لبنان په جنوب کې د پوځي فعالیتونو دوام او د امریکا د اړوندې ژمنې د نه پلي کېدو لامل وباله.
د شنونکو په باور، ایران د لبنان مسئلې ته ځکه په درنه سترګه ګوري، چې د لبنان حزب الله د خپلې مقاومتي جبهې یو مهم او کلیدي متحد ګڼي. له بلې خوا، تهران غواړي، د همدې مسئلې له لارې د امریکا وړتیا وازمويي، ترڅو وویني چې ایا واشنګټن کولی شي خپل متحد اسرائیل کنټرول کړي او که نه؟
د لبنان سیاسي شنونکی علي ریزک وايي، ایران اوس ډاډه شوی چې امریکا له دې وروسته د مستقیمې جګړې زړه نه لري؛ نو ځکه تهران د خپل اټومي پلان او د هرمز تنګي د خلاصولو په بدل کې غواړي تر یوې اندازې د لبنان د مسئلې په حل کې جوړجاړی وکړي او د مذاکراتو له لارې خپلې ځینې موخې ترلاسه کړي.
سره له دې چې عراقچي ویلي، دغو مذاکراتو د لبنان د شخړې په حل کې مهم پرمختګ کړی، خو هغه په ورته وخت کې دا خبرداری هم ورکړی، چې دا به لومړنۍ ستونزه وي، د شخړو د حل کمېټه کولی شي د اسرائیل او حزب الله ترمنځ شخړه هواره کړي، خو اسرائیل لا هم د مذاکراتو په بهیر کې تر ټولو لوی خنډ او بدلوونکی لامل ګڼل کېږي.
مذاکرات له ستونزو سره مخ دي
د لبنان له مسئلې پرته، د امریکا او ایران ترمنځ کمزوری متقابل باور د مذاکراتو پر وړاندې یو بل ناپایدار او ناڅرګند عامل دی. د شنونکو په اند، دواړه خواوې یو پر بل باور نه لري او هر لوری په دې تمه دی، چې لومړی باید مقابل لوری په عمل کې صمیمیت او اراده وښيي، څو د باور فضا رامنځته شي..
دا تمه د مذاکراتو د هر ډول تړون په عملي کېدو کې جدي خنډونه رامنځته کولی شي او د راتلونکو پړاوونو پر وړاندې به نوي ننګونې او پېچلتیاوې هم رامنځته کړي او د اوږدمهاله توافق لاسته راوړل به ډېر ستونزمن کړي.
برسېره پر دې، د دواړو هېوادونو کورنی سیاسي چاپېریال هم ممکن د مذاکراتو پر بهیر منفي اغېزه وکړي.
د شنونکو په باور، دواړه خواوې ممکن په مکرر ډول خپل ځواک او وړتیا وښيي، د متقابلې خوا پر وړاندې سیالي وکړي او یو د بل د کنټرول لېوالتیا ولري. داسې چلند، چې د داخلي فشارونو او سیاسي اړتیاوو له امله رامنځته کېږي، د مذاکراتو په بهیر کې به خامخا نوي خنډونه او پیچلتیاوې رامنځته کړي او د هر ډول دوامدارې هوکړې لاسته راوړل به ډېر ستونزمن کړي.



































