د ټېکنالوژيکو نوښتونو پايلې څنګه پر دايمي توليدي قوتونو بدلېدای شي؟
د چين په دالیان ښار کې د داووس اوولسم دوبنی فورم روان دی، چې ياده مسئله پکې د بحث ګرمه موضوع ګرځېدلې ده.
د فورم ډېری ګډونوالو د لويې پيمانې نوښت د يادې پوښتنې ځواب بللی دی.
سي جي ټي اېن په انټرنېټي نړۍ کې د همدې مسئلې په تړاو يوه سروې خپره کړې ده.
د سروې ۹۳ اعشاريه ۴ سلنه ګډونوالو ويلي، چې په چين کې د لويې پيمانې بازار او د استعمال ډېر امکانات د نوې ټېکنالوژۍ د کارولو لپاره د ازموينو پراخه فضا برابره شوې ده.
د سروې ۸۸ سلنه ګډونوالو ويلي، که ټېکنالوژۍ په رښتينې توګه په صنعتي چارو کې وکارول شي، نو د بازار د پېچليو اړتياوو، د بيو د کنټرول او د اکمالاتي ځنځير د همغږۍ په شمول د حقيقي ستونزو د حل په بهير کې به لا لوړې او بشپړې شي.




























