د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جولای په اتمې نېټې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د چینايانو او امریکايانو ترمنځ د تبادلې په اړه يوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې په دې وروستيو کې د چین او امریکا ترمنځ د نظر تبادلو فعالیتونه په برياليتوب ترسره شوي، چې دا د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د ګډو احساساتو څرګندويي کوي.
یوه خبریال له ماو نینګ څخه پوښتنه کړې، چې د ۲۰۲۶م کال د “ګو لینګ یوان” په نوم د چین او امریکا د ځوانانو د بیسبال دوستانه سيالي په دې وروستيو کې ترسره شوه. بېجينګ د چین او امریکا د خلکو ترمنځ د نظر تبادلو په برخه کې څه تمې لري؟
مېرمن ماو نينګ د يادې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې بېجينګ د امریکایي وګړيو هرکلی کوي، چې چين ته سفرونه وکړي او له نږدې ریښتینی، څو اړخیز او جامع چین تجربه کړي او د دواړو هېوادونو د دوستۍ لپاره دې خدمتونه وکړي.






































