لس کاله دمخه يوې لنډمهالې منځګړې محکمې د فليپين په يو اړخيزې غوښتنې د چین د جنوبي سمندرګي په اړه غيرقانوني قضاوت وکړ، چې له امله یې له تېرې یوې لسیزې راهیسې د چين او فليپين ترمنځ اړیکې تاوجنې کړي او سيمه يیز وضعيت یې زیانمن کړی دی او نړيوالې ټولنې يې له منځه وړل اړين او بېړنی کار بللی دی.
د چين د جنوبي سمندرګي د امنيت په سر د ګردي مېز ډيالوګ د جولای په ۱۳مې نېټې په هانکانګ کې پيل شوی او پر مهال يې «د چين د جنوبي سمندرګي په اړه د منځګړيتوب د قضاوت نوې ردونه» راپور ورکړی دی .
په دغه ډيالوګ کې د بېلا بېلو هېوادونو او سیمو حقوقي استازو او کارپوهانو ګډون کړی و او په ياد راپور کې يې په يووالي نظر ورکړی، چې د چین د جنوبي سمندرګي په اړه قضاوت د قانوني دلايلو، د حقیقت موندنې او د شواهدو د راټولولو په پړاوونو کې لويې تېروتنې لري او د سیمې دننه او بهر هېوادونو ته یې د دې قضاوت ماهیت او زیانونه روښانه کړي دي.
ګډونوالو همدارنګه څرګنده کړې، چې چین له دې قضاوته ناوړه استفاده نه مني او په جنوبي سمندرګي کې د دغه هېواد د حقه حقونو د ساتلو هڅې يې له سيمه يیزې سولې او ثبات او د نړيوال قانون له حاکمیت د دفاع په مانا بللې دي.






































