د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ سمندري ځواکونو د جولای د ۱۲مې نېټې په سهاروختي اعلان وکړ چې هرمز تنګی به له همدې ورځې بند شي او هېڅ بيړۍ ته به د تېرېدو اجازه ور نه کړل شي.
ايراني لوري له دې وړاندې خبر ورکړ، د بهرنيو هېوادونو هغه عملونه چې د هرمز تنګي په چارو کې لاسوهنه کوي او د بيړيو لپاره له دغه تنګي د تېرېدو غير قانوني سمندري لار ټاکي، د ايران د سخت مخالفت سبب ګرځېدلی دی. د ده په خبره له دې امله هرمز تنګی له همدې ورځې بند شي.
ايران خبرداری ورکړ، که امريکا د دې په پلمه پر ايران نوي بريدونه وکړي، نو دغه هېواد به ورته سخت ځوابونه ورکړي او په منځني ختيځ کې به د امريکا پر لا زياتو پوځي اډو حمله وکړي.






































