ځینو لوېديځو رسنیو په دې وروستیو کې پر چین داسې بې ځایه نیوکې کړي، چې ګواکې د دغه هېواد د قوي تولیدي توان له امله د غربي هېوادونو پر وړاندې ستونزې راپورته شوي او د جنوبي هېوادونو د کار فرصتونه هم کم شوي دي.
پر چین دغه بې ځایه نیوکې د سراسري جنوب د پرمختګ له واقعي حالت سره په ټکر کې دي او په حقیقت کې لوېديځې رسنۍ د اقتصاد د نړیوال کېدو پر مفکورې سترګې پټوي.
دغه نیوکې د زيرو- سم لوبې بله بڼه ده او ترسره کوونکي يې نړیوال اقتصاد يوازې یو ټاکلی جسامت لرونکی کیک بولي، خو د چین د پرمختګ په مټ رامنځته شوي فرصتونه بیا نه مني.
د چین او جنوبي هېوادونو ترمنځ اوسنۍ همکارۍ یوازې په اقتصادي یا سوداګریز تګ راتګ پسې محدودې نه، بلکې ډېرې ژورې او نوي پړاو ته رسېدلې دي.
چیني شرکتونو د کمربند او لارې د ګډې جوړونې په رڼا کې، په افریقا، جنوب ختیځې اسیا او لاتیني امریکا کې پټلۍ، بندرونه، برېښنايي او مخابراتي شبکې جوړې کړي او په دغو هېوادونو کې د پرمختګ پر وړاندې ستونزې د چیني ټکنالوژۍ او پانګونې په مټ ګام په ګام لرې شوې دي.
برسېره پردې، چین له دغو هېوادونو سره د اداري سیسټم او د فني کارکوونکو ډلې د جوړونې او روزنې په برخه کې هم ډېرې مرستې کړي، څو دغه هېوادونه خپلواک توان خپل کړي.
چین د نړۍ د لږ پرمختللو هېوادونو پر توکو د صفر تعرفې تګلاره غوره کړې او له جنوبي هېوادونو څخه کافي، وچې مېوې، کاني او زراعتي تولیدات واردوي او
دغو هېوادونو د خپلو زربناوو د جوړولو او د وړ کسانو د روزلو پیسې تر لاسه کړي دي.
افغانستان هم د چین له دغې تګلارې څخه ګټه اخلي. د دې هېواد د جلغوزيو او زعفرانو په شمول ځانګړي زراعتي تولیدات د امتیازي تګلارې په مټ چیني بازار ته ننوځي او هلته په ښه بیه پلورل کېږي. دغه تولیدات د افغانستان ډېرو کوچینو تصدیو او ګڼ شمېر بزګرانو ته ګټې رسوي.
برسېره پر دې، سږ کال چین ته د بهرنیو هېوادونو د مشرانو سفرونه د دې څرګندویې کوي، چې دغه هېواد د خپل پرمختګ پر مټ نړۍ ته ارزښتناک عامه تولیدات او فرصتونه برابر کړي دي.
د کوریا جمهوریت ولسمشر لي جای میونګ د سږ کال د جنورۍ په ۵مې نېټې چین ته رسمي سفر وکړ او ورپسې د ایرلنډ، فنلنډ، جرمني، هسپانیې، برېتانیې، سربیا او ډیموکراتیکې کوریا په شمول د ګڼو هېوادونو مشرانو هم له دغه هېواد څخه لیدنې وکړې.
دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چین توليدي توان د کوم هېواد پر مخ خنډ نه، بلکې له نړیوال بازار سره د پیوستون پل دی.
لوی هېواد باید په خپل توان نړۍ ته ګټې ورسوي او له همدې جملې څخه د چین او سراسري جنوب ترمنځ د اړیکو بنسټ ښکاري.
چین هېڅکله د خپل پرمختګ لار پر نورو نه تپي، بلکې يوازې خپلې تجربې ورسره شریکوي.
لوېديځې رسنۍ د چین پر قوي تولیدي توان بې ځایه نیوکې کوي او د دې لوی لامل دا دی، چې دوی د پرمختګ په جریان کې له ستونزو سره مخ دي او غواړي له دې لارې د چین او سراسري جنوب ترمنځ متقابل باور او اړیکې خرابې کړي.
واقعیتونه تر لفظي بریدونو مهم او د باور وړ دي.
چین د جنوبي هېوادونو د صنعتي چارو د پرمختګ پر وړاندې خنډ نه دی، بلکې د جنوبي هېوادونو د عصري کېدو ملاتړی او همکار دی. کله چې
که د چین او جنوبي هېوادونو د عصري کېدو هڅې نورو ته ګټې رسوي، نو پر چین نیوکې بېځايه او هېڅ ارزښت نه لري.






































