جاپان کې د چین د سفارت مختاروزير شي يونګ د جولای په ۱۳مې نېټې د چين د جنوبي سمندرګي د منځګړيتوب د قضاوت په تړاو د جاپان د بهرنيو چارو وزير ناسمو څرګندونو او له نورو هېوادونو سره يې ګډې اعلاميې ته په غبرګون کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د اسيا او اوشینيا رياست مشر ته سخت احتجاج وړاندې کړی دی.
مختاروزير شي يونګ ويلي، د جنوبي سمندرګي د منځګړيتوب قضاوت د نړيوال قانون له اساسي اصولو سره په ټکر کې دی او د ملګرو ملتونو د سمندري قانون کنوانسيون جديت او واک کمزوری کوي او د نړيوال قانون حاکميت زيانمنوي او چين د دې قضاوت پر بنسټ ادعاوې او کړنې نه مني .
هغه زياته کړې، چې پر جنوبي سمندرګي د چین ملي حاکميت او سمندري حقونه او ګټې په هيڅ صورت کې د دې قضاوت تر اغېزې لاندې نه شي راتلی. په دغې مسئله کې د جاپان مداخله او غيرقانوني کړنې او ناسمې څرګندونې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړيوال نظام او د نړيوال قانون حاکميت له ننګونو سره مخ کوي او د جنوبي سمندرګي سوله او ثبات ګواښي.






































