د قرغيزستان په پلازمېنې بيشکېک کې «شي جين پینګ: د چين حکومتولي» د پنځم ټوک د مخکتنه د جولای په ۱۳ مې نېټې ترسره شوه.
د کتاب د مخکتنې ګډونوالو، د چين او قرغېزستان بېلا بېلو شخصيتونو او د شانګهای همکارۍ سازمان استازو «شي جين پینګ: د چين حکومتولي» د پنځم ټوک په اړه د نظريو تبادلې کړي او دا یې ډېر اړين کتاب بللی دی.
«شي جين پینګ: د چين حکومتولي» د پنځم ټوک مخکتنه د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو د ۲۵مې کاليزې په درشل کې شوې ده.
په دغه کتاب کې د چيني شکله عصريتوب تيوري او په دې برخه کې د چين هڅې يادې شوي او پکې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره د چين هیلې او لايحې وړاندې شوې دي.
د مخکتنې ګډونوالو دغه اثر د چيني شکله عصريتوب د پوهاوي او د اوسني چين د پېژندنې لپاره يو مهم کتاب بللی او پر دې اند دي، چې دغه کتاب به د حکومتولۍ په برخه کې د چين او قرغېزستان ترمنځ د نظريو تبادلې او د ستراتيژیک اتصال د لا پیاوړتيا لپاره مهمه زمينه برابره کړي.






































