د عربي متحده اماراتو خبري اژانس د دغه هېواد د دفاع وزارت په قول خبر ورکړی، چې ایران په همدې ورځ د هرمز تنګي په جنوبي خوا کې د متحده عربي اماراتو د تېلو دوه ټانکرونه په کروز توغندیو ویشتلي، چې له امله یې د بېړۍ يو هندي کارکوونکی وژل شوی او ۶ نور هندي او دوه اکرايني کارکوونکي زخميان شوي دي.
په زخميانو کې د څلورو کسانو وضعيت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د عربي متحده اماراتو دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو په همدې ورځ دغه بريد په کلکو ټکو غندلی دی.






































