د برېتانيې حکومت د جولای په ديارلسمې نېټې پارلمان ته په یوې مسودې کې ويلي، چې د ايران د اسلامي انقلاب ساتندويه ځواک په شمول درې سازمانونه به غير قانوني اعلان کړي.
د برېتانيې حکومت ويلي، چې ياده مسوده به د روانې اوونۍ په وروستیو کې د سنجش لپاره پارلمان ته وړاندې شي او که هلته منظوره شي، نو هغه څوک چې له دغو سازمانونو څخه ملاتړ او یا مرسته ورسره کوي، په څوارلس کلن بند محکومېدای شي.
هغه کسان، چې د يادو سازمانونو په مشرۍ د اورلګولو په شمول تخريبي عملونه ترسره کوي، له عمري بند سره مخامخېدای شي.
د نوې قانوني مسودې له مخې به د څارنوالانو د شاهدۍ د وړاندې کولو ستونزې هم کمې شي.
ايران تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.






































