د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د چین د شخصي تصدیو د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱۴ ټریلیونو ۵۳۰ ملیارډو یوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۷ فیصده زیاتوالی ښيي.
د مالوماتو له مخې، د چين د هغو شخصي تصدیو شمېر، چې نړیواله سوداګري لري، له ۶۶۰ زرو زیات دی او د صادراتو او وارداتو ارزښت یې د هېواد په عمومي ارزښت کې ۵۷ سلنه نیسي او د چین د بهرنۍ سوداګرۍ عمده برخه جوړوي. د چين د اړوندو ادارو مسئولين د چین د شخصي تصدیو د سیالۍ مرکز نوښت بولي.
د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د چین د شخصي تصدیو د لوړې ټکنالوژۍ د محصولاتو صادرات ۳۵ اعشاریه ۹ سلنه زیات شوي، چې په دې جمله کې د پرمختللو تجهیزاتو، نويو موادو او مخابراتي تولیداتو صادراتو په جلا جلا توګه ۲۹ اعشاریه ۸ سلنه، ۴۴ اعشاریه ۵ سلنه او ۴۳ اعشاریه ۱ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د چین شخصي تصدۍ د نړۍ د زرغون پرمختګ مهم خوځنده ځواک ګرځېدلی دی.





























