د قزاقستان د کرنې وزارت ويلي، دغه هېواد د تېر کال له سپټمبر راهیسې افغانستان ته ۲.۴ میلیونه ټنه غله صادره کړې، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۵۷ سلنه زیاتوالی ښيي. د قزاقستان د کرنې وزارت په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته افغان سوداګرو د خوراکي توکو د وارداتو لپاره د منځنۍ اسیا او د ایران بندرونو ته ډېره مخه کړې ده. اوس مهال د افغانستان د خوراکي او سون توکو یوه لویه برخه له منځنۍ اسیا، په ځانګړي ډول له قزاقستانه، وارېدیږي. قزاقستان په سیمه کې د غنمو او غلو له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی او د دغه هېواد د غلو د صادراتو ظرفیت شاوخوا ۱۳ میلیونه ټنه اټکل شوی دی.





























