د اوکراين د پلازمېنې کيف ښاروال د اګست د ۲۰مې نېټې په ماسپښين پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې روسي ځواکونو د همدې مياشتې د ۱۹مې نېټې له نيمې شپې څخه د ۲۰مې نېټې تر سهار وختي پورې پر کيف ښار پراخ هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان شوي دي.
د اوکراين هوايي ځواک په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې د روسي ځواکونو په دغو بريدونو کې ۴۴ ډول ډول کروز توغندي، ۲ لوټرينګ مونيشن او ۱۶۸ ډرونونه کارولي دي.
خبر وايي، د اوکراين پوځ د روسي ځواکونو ۳۹ کروز توغندي، ۲ لوټرينګ مونيشن او ۱۴۵ ډرونونه په هوا کې شنډ کړي او له منځه یې وړي دي.





























