د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سکټوري خونو او د غالیو، وچې مېوې او زعفرانو له اتحادیو سره مشورتي ناسته کړې ده. په دې ناسته کې د هند په ۴۵م نړیوال سوداګریز نندارتون کې د افغانستان د پراخ ګډون او د هېواد د باکیفیته او عضوي محصولاتو د معرفي کولو پر څرنګوالي خبرې او نظرونه شریک شوي دي.





























