د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، کابل له امریکا سره د اړیکو عادي کولو ته غوښتونکی دی او غواړي دواړه هېوادونه د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ تعامل وکړي. متقي د جاپان له کیودو خبري اژانس سره په مرکه کې له واشنګټن غوښتي چې د افغانستان د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره دې د ا.ا په اړه خپل دریځ بیا وارزوي. هغه د افغانستان او جاپان اړیکې تاریخي او نږدې بللې او په توکیو کې یې د افغانستان د سفارت د فعالیت د بیا پیل غوښتنه کړې ده. نوموړي همداراز ویلي، له روسیې سره پوځي او تخنیکي هوکړه د روسي وسلو د ترمیم او ساتنې لپاره ده او د کوم هېواد پر ضد نه ده.





























