د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست د ۳۱مې نېټې په مازديګر په بېشکيک کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره لیدلي دي.
دواړه مشران د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۶م کال په سرمشريزه کې د ګډون په پار د قرغېزستان پلازمېنې بېشکيک ته تللي دي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د کتنې په ترڅ کې ويلي، ولسمشر پوتين د روان کال په مې مياشت کې له چين څخه بريالۍ رسمي ليدنې وکړه او په خبره یې، له هغه سره یې له ستراتيژيک او اوږد مهاله ليدلوري د خپلمنځي اړيکو د لا باکيفيته پرمختګ لپاره ترتيبات نیولي او په نويو حالاتو کې یې ورسره پر هراړخيزو همکاريو موافقه کړې ده.
نوموړي ويلي، د چين او روسیې اړوندې ادارې د يادو موافقو په تطبيق بوختې دي او ځينې لاسته راوړنې هم لري او ترمنځ یې تګ راتګ او همکارۍ مخ په زياتېدو دي.
شي جين پينګ باور ښودلی، چې د چين او روسیې د مشرانو ستراتيژيکې لارښوونې او ګډې هڅې به د دواړو هېوادونو د اړيکو بنسټ لا ټينګ، د پرمختګ ګامونه به يې لا چټک او اينده به يې لا روښانه کړي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، هېواد به یې له چين سره لوړ پوړی تګ راتګ وساتي، د سوداګرۍ، انرژۍ، صنايعو، ترانسپورټ، علم او ټکنالوژۍ په شمول ډېرو برخو کې به ورسره همکارۍ پياوړې کړي او کلتوري او انساني تګ راتګ او تبادلې به ورسره زياتې کړي او دواړه هېوادونه به د اړيکو لا زياتې پرمختيايي لاسته راوړنې ولري.
نوموړي ويلي، د شانګهای همکارۍ سازمان د مختلفو خواوو په ګډو هڅو سره د سيمه ييزو همکاریو يو اغېزمن او فعال ډګر ګرځېدلی دی او په خبره یې، روسيه او چين دې د دغه نړيوال سامان دننه يووالی او همکارۍ وهڅوي.
پوتين زیاته کړې، روسيه به له چين سره د ملګرو ملتونو، برېکس او د شلو هېوادونو ډلې په شمول ګڼو څواړخيزو ميکانيزمونو کې خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ زياتې کړي، د اسيا او ارام سمندر سيمې اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو د غير رسمي غونډې د کوربتوب لپاره به له چين څخه ملاتړ وکړي او نړيواله سوله، ثبات او سمسورتيا به په ګډه وساتي.





























