د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ له پل څخه تر سعادت ښارګوټي پورې د ۳۲ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د درایم ولسوال مولوي محمد یونس جهادمل وايي، د دغه سړک د جوړولو پروژه د اغاخان بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۷۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پيل شوې ده. د نوموړي په وینا، د سړک له جوړېدو سره به د ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې کمې او د خلکو د تګ راتګ په برخه کې به اسانتیاوې برابرې شي.





























