د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ۱۴ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې. د دغه ولایت د چارواکو په خبره، یاده پروژه له طبيعي پېښو سره د مبارزې او کرنې ریاست له لوري پیشنهاد شوې، چې د مرکز ښرنې په کشيوالو کلي کې جوړېږي او شاوخوا ۹۵۰ متره اوږدوالی لري، چې چارې به یې په څلورو میاشتو کې پای ته ورسېږي.
د کشیوالو کلي د پراختیايي شورا مشر نیازالله مشفق رسنیو ته ويلي، چې له سېلابونو سخت په تنګ شوي او ډېرى وخت د دوى ځمکې او کورونه ويجاړوي.
د هغه په خبره، يوه مياشت وړاندې هم د کشيوالو کلي لسګونه جريبه ځمکه سېلابونو ويجاړه کړې وه، چې له امله يې خلک سخت زيانمن شوي وو.
دوی وايي، د دغه کانال په جوړېدو سره به یې یاده ستونزه تر ډېره حل شي.