په کونړ کې د کب روزنې چارې او فارمونه د ودې په حال کې دي او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کب روزنې زیات فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې وزارت په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج او دودولو په پار، د کب روزنې د ډېرو فارمونو د جوړولو ترڅنګ، د دې ولایت له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې او همکارۍ کړې دي. د دغو مرستو او همکاریو په دوام، داځل د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۲۲،۴ میلیونو افغانیو په لګښت د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید فارمونه جوړ شوي، چې د ۲،۲ میلیونو ماهیانو د روزنې ظرفیت لري او ۲۰ د ماهیو یو جریبه فارمونه جوړ او د دې ولایت د چارواکو په شتون کې رسماً پرانیستل شول.