پاکستان وايي سر له نن به د افغانستان لپاره د تورخم لاره په ازمايښتي ډول شپه او ورځ خلاصه پرېږدي او خلک به کولي شي پرې تګ راتګ وکړي، خو ویزې ته به بیا هم اړتیا وي. د خیبرپښتونخوا ایالت چارواکي وايي، لومړی وزیر عمران خان به یوه اوونۍ وروسته د دې لارې د ۲۴ ساعته خلاصېدو پرانست غونډه وکړي، خو دوی دغه لاره سر له نن چې د سپټمبر دویمه کېږي ۲۴ ساعته پرانستې پرېږدي. پاکستان وخت ناوخت پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتې لارې تړي چې له امله یې خلکو ته ګڼ زیانونه اوړي. خو اوس پاکستاني چارواکي وایي چې د سوداګرۍ، تګ راتګ او ترانزیت په برخه کې به په تورخم کې پوره اسانتیاوې راولي.