په لومړي ځل د بلخ حيرتان بندر له لارې افغان صادرات چين ته واستول شول. په دې تړاو پرون په حيرتان بندري ښارګوټي کې مراسم جوړ شوي و، چې د افغان چارواکو په ګډون د ازبکستان، قزاقستان او چين هېوادونو استازو هم په کې ګډون کړی وو. د افغانستان د ترانسپورټ سرپرست وزير يما ياري وويل، چې له حيرتان بندر څخه چين ته د رېل ګاډي له لارې د تالک قېمتي ډبرې شاوخوا زر ټنه په ۴۱ کانټينرونو کې واستول شوې. هغه زياتوي، له دې وروسته به نور افغان توکي هم له همدې لارې چين ته استول کېږي. ياري دا هم وويل ،چې چين ته د صادراتو په لومړۍ چوپه کې په ۴۱ واګونو کې شاوخوا زر ټنه تالک ډبره واستول شوه، چې هلته به له پروسس وروسته په طبي موادو کې کارول کېږي. د چين د حکومت استازي (وانک) په خپلو خبرو کې چين ته د افغانستان د صادراتو لېږل ګټور ګام وباله او هيله يې وښوده، چې دې سره به د چين او افغانستان اړيکې نورې هم ټينګې شي.